د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي بیرغ په هکله د طالبانو رسمي دریځ څه دی؟


طالبان څه باندې ۶ میاشتې کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندي پيژندلي.

طالبان سپین رنګی بیرغ لري چې په منځ کې یې په تور رنګ طیبه کلیمه لیکل شوې.

خو د افغانستان د اساسي قانون په نولسمې مادې کې د بیرغ په هکله ویل شوي، " د افغانستان بیرغ له دریو تور، سور او زرغون ټوټو څخه جوړ دی.

د افغانستان اساسي قانون لا هم منسوخ شوی ندی او د طالبانو حکومت هم سرپرست دی.

سره لدې چې طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د افغانستان د ملي بیرغ د لیرې کیدو یا ساتل کیدو په هکله څه ندي ویلي خو د دې ډلې پورې اړوندو مسؤلینو او کسانو وخت ناوخته پدې هکله نظرونه او تبصرې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې ویلي و چې د ملي بیرغ په هکله لا پریکړه ندې شوې او پدې هکله بحثونه کیږي.

خو تازه د خوست ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي محمد نبي عمر ددې ولایت خلکو ته خبرداری ورکړی چې په دریو ورځو کې له خپلو کورونو، دکانونو او موټرو څخه د افغانستان ملي بیرغ لیرې کړي.

ښاغلي عمري ویلي، "د نن څخه بعد د دې بیرغ درې ورځې پاتې دي، تر درې ورځو بعد دې څوک بیا ګیلې نلري".

تر اوسه معلومه نده چې آیا د ښاغلي عمري څرګندونې د طالبانو رسمي او که د هغه شخصي نظر دی.

په ټولنیزو شبکو افغانانو د ملي بیرغ په هکله د طالبانو د والي په څرګندونو تند غبرګونونه ښودلي.

شاعر، لیکوال او په ایران کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیر عبدالغفور لیوال د ملي بیرغ په هکله په ټویټر کې داسې لیکلي، " زموږ ملي پېژاند، چې په ټوله نړۍ کې هره سترګه له لیدو سره سم د کتونکي مغزو ته په مایکرو ثانیه کې؛ افغان او افغانستان تداعي کوي. افغانستان ګل دی او دا بیرغ یې رنګ و عطر".

په همدې حال کې د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدایي بیا وایي د دې طالب چارواکي د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې هغوي ملي ارزښتونو ته درناوی نلري.

ښاغلي فدایي لیکلي، "د ملي بیرغ او ملي ارزښتونو خلاف دريځ مغرضانه او مخربانه عمل نه ګڼي؛ اما د ملي ارزښتونو او ملي بیرغ دفاع بیا مغرضانه عمل بولې.د جاسوسي شبکو یو تاریخي چل دادی چې هر ملي دريځ د پردیو پلان، پروژه او مفکوره ګڼي او له دې لارې په افغانانو کې خودیت وژني او اجنبیت ته وده ورکوي."

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ غړي او د پاکستان د ملي اسامبلې غړي محسن داوړ بیا طالبان په افغانانو مسلط شوې ډله بولې.

ښاغلي داوړ د خوست لپاره د طالبانو د والي د څرګندونو په هکله په ټویټر کې لیکلي، " ټالېبانو هڅه جاري ساتلې؛ چې د ملي بیرغ په شمول د افغانانو پر شناخت برید وکړي. د دوی یادې هڅې چې افغانان له خپلې پېژندګلوئ او هویئت څخه محروم کړي، کله هم نشي بریالۍ کېدلی."

د چک په جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي د افغانستان ملي بیرغ د "ملي ارزښتونو، ملي اساساتو، ملي شتمنۍ او ملي وقار" سمبول بولي.

ښاغلي آریوبي په ټویټر کې لیکلي، "دا یوازې یوه ټوټه نه وي، بلکې د یوه هیواد د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ارزښتونو نمایندګي هم کوي. همدا د ملي یووالي لپاره یو ارزښت دی چې د هیواد ټول ورونه قومونه باید پرې سره راټول شي".

د افغانستان دې سفیر همدرانګه لیکلي "۲ له دې بېرغ سره د افغانانو تړلي عواطف نه پرې کېږي، ځکه د دې سیوري لاندې زموږ نسلونه را لوی شوي دي. اوسنی حکومت پخپله ځان سرپرست بولي، په دې معنی چې د اساسي قانون، ملي سرود، ملي بیرغ او نورو مسایلو په اړه پرېکړه لا پاتې ده."

په کابل کې د طالبانو حکومت تر اوسه د خوست لپاره د دې ډلې د والي په څرګندونو تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG