د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د وتلو لپاره د کومې لوبډلې چانس ډیر دی؟


د کرکټ په نړیوال جام کې کوربه هند او د جنوبي افریقا لوبډلې وار د مخه نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته وتلي دي.

دریمه لوبډله چې ډیر امکان لري د هند او جنوبي افریقا سره یو ځای شي، اسټرالیا ده چې تر دې دمه د نمرو په جدول کې دریم مقام لري او ۱۰ پواینټه لري.

د اسټرالیا اتمه لوبه د افغانستان، نهمه او وروستۍ یې د بنګله دیش د لوبډلې سره ده. که اسټرالیا خپلې دواړه لوبې وبایلي بیا یې هم نیمه پای لوبې ته د وتلو چانس ډیر دی ځکه چې د منډو اوسط یا رن ریټ په حساب هم د نیوزلینډ او هم د پاکستان څخه ډیره وړاندې ده.

د اسټرالیا د منډو اوسط ۰.۹۲۴ دی ؛ د نیوزلینډ ۰.۳۹۸ او د پاکستان بیا ۰.۰۳۶ دی.

په نیمه پای لوبه کې څلور لوبډلې وي.

څلورمه لوبډله چې غواړي نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي، د افغانستان، پاکستان او نیوزلینډ تر منځ توده سیالي روانه ده.

د کومې لوبډلې چانس ډیر دی او ولې؟

افغانستان، نیوزلینډ او پاکستان درې واړه تر دې دمه د نمرو په جدول کې اته اته امتیازه یا پواینټونه لري خو د افغانستان ګټه پدې کې ده چې دوه لوبې یې پاتې دي او د نیوزلینډ او پاکستان بیا یوازې یوه یوه لوبه پاتې.

که افغانستان خپلې دواړه لوبې چې یوه یې د اسټرالیا او بله یې د جنوبي افریقا سره ده وګټي، په مستقیمه توګه نیمه پای لوبې ته ځي او که چیرته پدې دوو لوبو کې یوه هم وګټي خو په لوړ توپیر چې د منډو اوسط یې لوړ شي، بیا یې نیمه پای لوبې ته د وتلو چانس ډیریږي خو حتمي کیږي نه ځکه چې د نیوزلینډ او پاکستان د لوبډلو ورستۍ لوبې باید داسې وشي چې ګټه یې افغانستان ته ورسیږي.

یعنې نیوزلینډ یې په سري لانکا وبایلي او له پاکستانه یې انګلستان وګټي.

د افغانستان د منډو اوسط اوس مهال -۰.۳۳۰ دی او د نمرو په جدول کې شپږم مقام لري.

که نیوزلینډ او پاکستان خپلې نهمې او وروستۍ لوبې وبایلي او افغانستان په دوو لوبو کې یوازې یوه وګټي، نیمه پای لوبې ته اوځي.

د پاکستان د لوبډلې لپاره د وتلو چانس په هغه صورت کې ډیریدی شي چې خپله وروستۍ لوبه چې د انګلستان سره ده، په لوړ توپیر وګټي چې د منډو اوسط یې تر نیوزلینډ پورته شي.

د نیوزلینډ وروستۍ لوبه د سریلانکا د لوبډلې سره ده او د نمرو په جدول کې څلورم مقام لري.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG