د لاس رسي وړ اتصالات

له اوږدې مودې وروسته له واشنګټن څخه بهر د ټرمپ سفر


ټرمپ په امریکا کې د کرونا ویروس د تلفاتو د ورځنیو ارقامو د ډیریدو راپور بیا رد کړ
ټرمپ په امریکا کې د کرونا ویروس د تلفاتو د ورځنیو ارقامو د ډیریدو راپور بیا رد کړ

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په امریکا کې د کرونا ویروس د خپریدو له امله په سپینه ماڼۍ کې له ډیر وخت پاتې کیدو وروسته اریزونا ایالت ته سفر وکړ.

ټرمپ دغه ایالت ته چې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې یو مهم ایالت شمیرل کیږي په داسې حال کې سفر کوي چې په امریکا کې اوس هم د کرونا ویروس د تلفاتو ارقام مخ په لوړیدو دي.

ښاغلي ټرمپ ددې سفر پرمهال یو ځل بیا هغه راپور رد کړ چې په امریکا کې به تر جون میاشتې پورې د کرونا ویروس ورځني ارقام دوه برابره کیږي.

هغه وویل:" په دې ارقامو کې کمښت ته پام ندی شوی، خو موږ زښت ډیر کمښت راوستی دی. موږ باید خپل هیواد وساتو، زموږ هیواد غواړي پرانیستی اوسي."

اریزونا یو له هغو مهمو ایالتونو دی چې جمهور رئیس ټرمپ غواړي له کرونا ویروس سره د خپلې مبارزې هڅې پکې ښکاره کړي.

دا په مارچ میاشت کې کمپ له ډیویډ او نیویارک ته د بحري قواوو د یوې بیړۍ څخه چې د صحي خدماتو په هدف روانیده له کتلو وروسته، له واشنګټن څخه بهر د جمهور رئیس ټرمپ لومړی سفر دی.

خو هغه څه چې د ټرمپ پر سفر سیوری غوړولی شي د واکسین په برخه کې د یوه جګپوړي امریکايي ساینسپوه شکایت دی.

د روغتیا په ملي انستیتوت کې د څیړنو او پراختیا د برخې پخوانی مشر وايي کله چې یې د هیدروکسي کلوروکین د سپارښتنې څخه ډډه وکړه، مقام یې ټیټ شو.

دا هغه جنجالي درمل دي چې ټرمپ د کویډ نولس د ناروغانو لپاره مفید ګڼلي وو.

ټرمپ له کرونا ویروس سره د سپینې ماڼۍ د مبارزې ټیم د کار په ختمولو هم کار کوي او غواړي چې د کرونا له وبا سره د مبارزې په راتلونکي پړاو تمرکز وکړي.

کرونا ویروس تر اوسه په امریکا کې څه باندې ۷۲ زره کسان وژلي او یوازې د سه شنبې په ورځ ( مي ۵ ) ۲۳۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اریزونا ایالت ته د ټرمپ سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

XS
SM
MD
LG