د لاس رسي وړ اتصالات

"اف ډي اې" د کویډ نولس د درملنې لپاره یو ډول درمل تائید کړل


د امریکا د خوړو او درملو ادارې "اف ډي اې" په بیړنیو حالتونو کې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره د رامډاسفیر "Remdesivir" په نامه درملو د کارولو اجازه ورکړې ده.

رمډاسفیر د ویروس ضد یو ډول درمل دي چې د ګلیډ ساینس په نامه د امریکا د درمل جوړونې کمپنۍ له خوا د ایبولا ویروس د درملنې لپاره جوړ شوي وو.

جمهور رئیس ټرمپ اعلان وکړ چې "اف ډي اې" په بیړنیو حالتونو کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ددغو درملو د استفادې تائید کړی دی.

ښاغلي ټرمپ وویل:" دا واقعا د هیله مندی یو ډیر ښه حالت دی. موږ د اف ډي اې، ان ای آچ او ګلید سره مشترک کار کوو چې دا کار دا ډیر ژر ترسره شي "

مقدماتي مطالعات ښکاره کوي چې رمداسفیر کولای شي په اوسط شکل ناروغان څلور ورځې مخکې ښه کړي.

پیټر پټس د امریکا د خوړو او درملو ادارې پخوانی کارکوونکی وايي:" دا د لوبي بدلونکي ندي، خو دا د یو شمیر دلایلو له مخې ډیر زیات مهم دي. لومړی، دا ښکاره کوي چې موږ په حقیقت کې د هغو کسانو د درملنې پر موده تاثیر ایښودلی شو چې ډیر به خطر کې دي. دویم، دا موږ ته اجازه راکوي چې په ښه شکل خپل پام روغتونونو، د روغتونونو کټونو، د ډاکټرانو جامو، ماسکونو ، ډاکټرانو ، نرسانو او د صحي برخې کارکوونکو ته واړوو کوم چې ډیر په خطر کې دي."

د ګلیډ ساینس کمپنۍ اجرایوي مشر دانیل اوډې وايي دوی به ددغو درملو یو اعشاریه پنځه میلیونه بوتله مرسته وکړي او د فدرال حکومت سره به یې په همغږۍ تر اړمنو ناروغانو ورسوي.

اف ډي اې تر دي مخکې د کرونا ویروس لپاره د ملاریا د درملو "هیډروکسي کلوروکین" د کارولو تائید هم کړی وو خو وروسته له هغه چې په یو شمیر ناروغانو کې د زړه جدي بې نظمۍ ولیدل شوې له روغتونونو پرته یې د درملو د کارولو خبرداری ورکړ.

د صحي برخې کارکوونکي به له نورو ثابت شویو درملو پرته د رمډاسفیر درملو کارولو ته ترجح ورکړي، په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې خراب حالت لري.

XS
SM
MD
LG