د سپینې ماڼۍ چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې اوسمهال د پوتین سره د ویتکاف او کوشنر د لیدنې کتنې کوم پلان نشته.
سپینه ماڼۍ وایي داسې هیڅ کوم پلان نشته چې د منځني ختیځ دپاره د ولسمشر ټرمپ استازی او د هغه زوم جرید کوشنر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ملاقات وکړي.
د سپینې مانۍ چارواکو د چهار شنبې په ورځ (جنوري ۱۴) د یوه ایمیل په استولو امریکا غږ ته دا وویل چې په اوسني وخت کې دداسې یوه سفر پلان نلري. دا وروسته له هغه پېښږي چې رسنیو پډې میاشت کې روسیې ته د دې چارواکو د احتمالي سفر خبرونه خپآره کړل.
ستیو ویتکاف او جرید کوشنر د اوکراین دپاره د ولسمشر د سولې د پلان مشري په غاړه لري چې موخه یې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ژر تر ژره ختمول دي.
په ورته وخت کې د سه شنبې په ورځ (جنوري ۱۳) امریکا دوه مخکښ سناتوران لینزي ګراهام او ریچرد بلومینتال د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره پداسې حال کې تیلفوني خبرې وکړې چې روسیه په اوکراین کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
ګراهام له زېلېنسکي سره تر خبرو وروسته پر ټولنیزې شبکې ایکس کې ولیکل: «دا زموږ د هېواد په ګټه ده چې اوکراین ژوندی پاتې شي او پرمختګ وکړي. زما په باور پر پوتین لا زیات فشار اړین دی. زه د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ټیم د سخت کار دپآره ډېره مننه کوم چې د دې وینې تویېدنې د پای ته رسولو لپاره هڅه کوي. دا هڅې به یوه نتیجه ورکړي.»
زېلېنسکي وویل چې هغه سناتورانو ته د اوکراین د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو باندې یې د روسي وروستیو بریدونو په اړه معلومات ورکړل، او پر اېکس پاڼه یې ولیکل چې «سلګونه بېپیلوټه الوتکې او لسګونه توغندي هره ورځ، په عمدي ډول همدا اوس، د سختې یخنۍ په دې ژمي کې، پر اوکرایني ښارونو را ووري.»
هغه زیاته کړه: «ما هغوی ته د ولسمشر ټرمپ د استازو سره زموږ د اړیکو د پرمختګ په اړه هم معلومات ورکړل. موږ اوس د اسنادو نهایي کولو ته ډیر نږدې شوی یو.»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیاله تامي بروس د تیرې دوشنبې په ورځ ( جنوري ۱۲) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره له ټولو اړخونو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي، پر اوکراین د روسیې پرلهپسې بریدونه، په ځانګړي ډول د هغو توغندیو څخه کار اخیستل چې پر اتومي وسلو سمبال دي «یو خطرناک اقدام دی چې د توضیح وړ ندی او د تاوتریخوالي د لا زیاتوالي سبب ګرځي.»
فورم \ دبحث خونه