د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانستان راتلونکې د افغان رهبرانو پر غاړه ده


د سپینې ماڼۍ ویانده
د سپینې ماڼۍ ویانده

سپینې ماڼۍ په څرګنده ویلي دي که د طالبانو د بریدونو مخه ونه نیول شي، مسولیت به یې د افغان حکومت د رهبرانو پر غاړه وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وایي افغان رهبران باید سره یوځای شي، ځکه د هغه هیواد راتلونکې د هغوی پر غاړه ده.

میرمن ساکي د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۱ ( زمري ۲۰) خبریالانو ته وویل چې افغان پوځ هغه څه چې پکار دي، په واک کې لري.

خو میرمن ساکي د افغان حکومت مشرانو ته په خطاب کې وویل، دا د هغوی پریکړه ده چې آیا سیاسي اراده او د اتحاد وړتیا لري څو د طالبانو د ډلې په وړاندې مبارزه وکړي که نه؟

د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو له پرمختګ سره افغان حکومت ته د امریکا د سیاسي او نظامي چارواکو پیغامونه هم واضح شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۱ ( زمري ۲۰) د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا جمهور رئیس غني هم د نورو رهبرانو په شان د طالبانو د پرمختګ په مخنیوي کې پڅ عمل کړی که نه ، وویل واشنګټن د هغه لپاره کوم خاص پروګرام نه وړاندې کوي.

ښاغلي کربي وویل:" افغانستان د هغه هیواد دی او "محمد اشرف غني" د سر اعلي قومندان دی. رهبري او سیاسي اراده کولی شي په دې ځای کې د لوی تغیر لامل شي."

سپینه ماڼۍ او پنټاګان دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي‌ چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن وویل په بشپړ ډول له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو پيښمانه ندی او له خپلې پریکړې دفاع کوي.

ښاغلي بایډن د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر یو تریلیون ډالره مصرف کړي او د افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره پوځ یې روزلی ، تجهیز کړی او تمویل کړی دی.

نوموړي د افغانستان ۳۰۰ زره پوځ ته په اشارې سره وویل چې د هغوی شمیر تر طالبانو زیات دی او دا د هغوی مسولیت دی چې د یادې ډلې په وړاندې مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG