د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: اسرائیل د رفح عملیاتو په هکله د زموږ په اندیښو غور کوي


رفح کې څه باندې یو ملیون فلسطینیانو د جګړو څخه د بچ کیدو په خاطر پنا اخیستې.
رفح کې څه باندې یو ملیون فلسطینیانو د جګړو څخه د بچ کیدو په خاطر پنا اخیستې.

سپینې ماڼۍ دوشنبه اپریل لومړۍ ( وري ۱۳) ویلي چې اسرائیل به د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې چې څه باندې یو ملیون ملکي فلسطنیانو پته کې پنا اخیستې، د نظامي عملیاتو په هکله د متحده ایالاتو په اندیښنو غور کوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سولیوان د اسرائیلي چاراکو سره دوه ساعته د ویډیو کنفرانس د لارې خبرې وکړې او متحده ایالاتو د رفح عملیاتو په هکله خپلې اندیښنې د اسرائیل سره شریکې کړلې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د رفح په هکله خبرې "ګټورې" وې.

په اعلامیې کې راغلي: "د متحده ایالاتو اړخ په رفح کې بیلا بیلو کړنو په هکله خپلې اندیښنې شریکې کړې. د اسرائیل اړخ موافقه وکړه چې په دې اندیښنو به غور کوي او تعقیبي خبرې به کوي."

په اعلامیې کې د تعقیبي خبرو لپاره نیټه نده ځانګړې شوې او په اعلامیې کې یوازې همدومره ویل شوي چې ښایي راتلونکې اوونۍ مخامخ خبرې وشي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې په دې خبرو کې د اسرائل د ملي امنیت سلاکار، تزاچي هانګبي او د ستراتیژیکو چارو وزیر ران ډیرمر برخه اخیستې وه.

سره لدې چې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې، متحده ایالاتو د خپل دې متحد سره ټینګ سیاسي، مالي او امنیتي ملاتړ روان ساتلی خو په غزې کې د ملکیانو ډیره مرګ ژوبله او په رفح کې د نظامي عملیاتو په هکله د اسرائیل صدراعظم بینیامین نیتنیاهو ټینګار، هغه څه دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې یې کمرنګې کړي.

د متحده ایالاتو، لویدیځو هیوادونو او ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمیر هیوادنو د غوښتنو بر عکس، د اسرائیل صدراعظم تیره ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پوځ به یې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي تعرضي عملیات وکړي چې څه باندې یو ملیون فلسطینیانو پکې د جګړو څخه بچ کیدو په خاطر پنا اخیستې.

نیتنیاهو زیاته کړه چې د متحده ایالاتو فشار به یې مخه ونه نیسي. هغه وویل: "د اسرائیل پوځ وایي چې د حماس کنډکونه هلته پاتې دي. رفح ته د تګ پرته هیڅ بری نشته."

سره له دې چې د اسرائیل صدراعظم تیره میاشت د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره په خبرو کې موافقه کړې وه چې خپل تر ټولو جګپوړي نظامي او استخباراتي مشران به واشنګټن ته د رفح نظامي عملیاتو په هکله د سلا مشورو لپاره واستوي خو کله چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یو پریکړه لیک چې په غزې کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه په کې شوې وه، ویتو نه کړ، اسرائیل هم دا سفر لغوه کړ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ د دوشبنې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اسرائیل – امریکایي چارواکو تر منځ د ویډیو کنفرانس هدف هغه څه دي چې ټاکل شوې وه په لغوه شوې غونډې کې پرې بحث شوی وی.

میرمن سینګ وویل د متحده ایالاتو هدف دا و چې پوه شي اسرائیل د رفح په ښارګوټي کې د نظامي عملیاتو لپاره څه ډول پلان لري او دا چې هلته به دا عملیات څه ډول کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG