د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو بلینکن ته: که اړتیا وي اسرائیل به یوازې د رفح په لور پرمخ ولاړ شي


د بلینکن او نتنیاهو یو په یو مخامخ خبرې
د بلینکن او نتنیاهو یو په یو مخامخ خبرې

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۳) د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته وویل، اسرائیل چمتو دی چې یوازې د حماس پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي. دا پداسې حال کې دي چې د غزې د شپږ میاشتنۍ شخړې له امله د دواړو متحدینو ترمینځ اړیکې کړکیچنې شوي دي.

بلینکن او نتنیاهو سره یو په یو مخامخ خبرې وکړې چې هدف یې غزې ته د خوراکي توکو د لیږد ډاډمن کول دي. دا پر اسرائیل د حماس د تیرکال د اکتوبر د اوومې نیټې راهیسې منځني ختیځ ته د امریکا د لوړپوړي دپلومات شپږم دپلوماتیک سفر دی.

نتنیاهو وویل، بلینکن ته یې ویلي چې هغه د حماس په وړاندې د مبارزې په برخه کې د متحده ایالاتو د ملاتړ ستاینه کوي او دا چې اسرائیل د ملکي خلکو د ساتنې اړتیا درک کوي. خو هغه یو ځل بیا هم د رفح پر لور د اسرائیلي ځواکونو د مخکې تګ په پلان ټینګار وکړ چیرته چې د غزې له میلیون څخه زیاتو اوسیدونکو په لنډمهاله پناه ځایونو کې پناه اخیستې ده.

نتنیاهو خبریالانو ته په یو ویدیویي بیان کې وویل: "ما [بلینکن ته] دا هم وویل چې موږ حماس ته د ماتې ورکولو او هلته د پاتې کنډکونو له منځه وړلو لپاره رفح ته له تلو پرته بله لار نلرو. او ما ورته [بلینکن ته] وویل چې زه هیله لرم چې موږ به دا د متحده ایالاتو په ملاتړ ترسره کړو، خو که اړتیا وي دا به یوازې وکړو."

اسرائیل وايي، رفح د حماس د اورپکو وروستۍ اډه ده او اسرائیل پلان لري چې تر بريد مخکې ملکي وګړي له سيمې وباسي. واشنګټن وايي ځمکنی برید به یوه "سهوه" وي او هلته بې ځایه شویو خلکو ته به ډیر زیان ورسیږي.

بلینکن او نتنیاهو دا څرګندونې پداسې حال کړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ وروسته له هغه چې روسیې او چین د متحده ایالاتو لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د یوې معاملې د یوې برخې په توګه یې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوله، ویټو کړ.

پریکړه لیک، چې ګویانا هم ورته د رایې ورکولو څخه ډډه وکړه، د سمدستي او دوامداره اوربند غوښتنه کوله چې شاوخوا شپږ اونۍ دوام وکړي ترڅو د ملکي وګړو ساتنه وشي او د بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG