د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي اوسمهال د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي.
میرمن لیویټ د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۷) فاکس نیوز ته وویل، "همدا اوس هیڅ خبرې اترې نه کیږي، او دا به تر هغه وخته دوام ومومي تر څو چې ولسمشر احساس وکړي چې شاید هغوی په معني داره ډول خبرو اترو ته راشي، موږ دا تر اوسه نه دي لیدلي."
لیوت وویل، متحده ایالات له ټولو اقتصادي فشارونو کار اخلي څو پر تهران فشار زیات کړي.
د همدې هڅو په دوام د قطر صدراعظم چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی نن پنجشنبې تهران ته سفر ورکړ او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وکتل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي:"په غونډه کې په سیمه کې پر وروستیو پرمختګونو او د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو لپاره د یو مناسب چاپیریال د رامنځته کولو پر هڅو بحث وشو."
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په خبرو کې په هغه وړاندیز شوي لنډمهاله کاري چوکاټ هم بحث وشو چې پکې د هرمز تنګي له لارې د لنډ وخت لپاره د کښتیو د تګ راتګ لپاره د یوې لارې جوړول هم پکې شامل دي.
د قطر ددې جګپوړي چارواکي څخه مخکې، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر هم ایران ته تللی وو.
د پاکستان پوځ په یوې اعلامیه کې د عاصم منیر او د ایران د مشرتابه ترمنځ د لیدنې په اړه وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې پر داسې اقداماتو متمرکزې وې چې د لا زیات کړکېچ مخه ونیسي، د هرمز تنګی بېرته پرانیزي او دا شخړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.
د مذاکراتو لپاره په داسې حال کې هڅې کیږي چې د بریټانیا د سمندري تجارت سازمان نن پنجشنبې ویلي دي چې د هرمز په تنګي کې د تیلو پر یوه ټانکر برید شوی دی.
دغه سازمان د سیمه ایزو چارواکو په قول ویلي دي دا کښتۍ د ایران او عما ترمنځ اوبو کې په یوه راکټ چې معلوم ندی چا توغولی ویشتل شوې ده او اور پکې لګیدلی دی.
فورم \ دبحث خونه