د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: د بودجې کمښت افغانستان کې روغتیایي خدمات اغیزمن کوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان د ۲۰۲۵ کال په کلني راپور کې ویلي چې د بودیجې شدید کمښت، پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو محدودیتونه، د پولیو ضد واکسین په کمپاینونو کې خنډونه او پرله‌پسې بشري بحرانونو د دغه هېواد پر روغتیايي نظام د پام وړ فشار راوستی دی.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ جولای ۳۰مه خپور شوی وايي چې د ۲۰۲۵ کال د مالي ملاتړ د پام وړ کمېدو له امله ۲۷ لومړني روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې شاوخوا ۲۹۴ زره کسان یې له روغتیايي خدمتونو څخه محروم کړي دي.

دغه سازمان وايي، د پروژو د تصویب اوږدې پروسې هم د خدمتونو په ځنډولو او د روغتیايي پاملرنې د تسلسل په ګډوډولو کې رول درلود.

د راپور له مخې، پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو د تګ راتګ او روزنې محدودیتونو د ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې د مبارزې، څارنې او له ټولنو سره د اړیکو فعالیتونه «د پام وړ» اغېزمن کړي دي.

ډبلیو ایچ او وايي، په ځانګړي ډول په لېرو پرتو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له لاسه ورکولو او د مسلکي کسانو د لوړې کچې بدلون، د روغتیايي نظام ظرفیت کمزوری کړی دی.

دغه سازمان په نورو ۲۰۲۵ اسنادو کې هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل د اساسي روغتیايي خدمتونو د محدودېدو له عمده عواملو بللي دي.

پولیو لا هم د افغانستان لپاره جدي روغتیايي ستونزه ده. افغانستان لا هم د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ویروس پکې په دوامداره توګه خپرېږي.

د ډبلیو ایج او د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو پېښې له ۲۵ څخه ۲۱ ته راکمې شوې، خو د ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره دا کموالی کافي نه دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کور په کور د پولیو واکسین د کمپاین د نه ترسره کېدو له امله دا پروګرام تر ډېره د «ځای پر ځای» واکسیناسیون پر طریقې تکیه کوي.

د پولیو نړیوالې بیړنۍ کمېټې هم ویلي چې دا طریقه تر اوسه د پولیو د له منځه وړلو لپاره د اړتیا وړ پوښښ او کیفیت نه شي برابرولای.

راپور همداراز وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې زلزلې، د پاکستان او ایران څخه د افغانانو د ستنېدو لوی بهیر، د ساري ناروغیو خپرېدل او د خوارځواکۍ زیاتوالی په یو وخت کې د روغتیايي نظام پر اوږو دروند بار اچولی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو لپاره په پوله باندې روغتیايي مرکزونه د مراجعینو د یوې سترې څپې سره مخامخ وو چې د ساري ناروغیو څارنه، واکسین، بیړنۍ درملنه او نور خدمتونه یې وړاندې کول.

ډبلیو ایج او ټینګار کوي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره دوامداره تمویل، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د ونډې د پیاوړتیا زمینه او د ناروغیو د څارنې او بیړني غبرګون د ظرفیتونو پیاوړتیا مهمه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG