د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس نوې بڼه؛ څو اروپایي هیوادونو د جنوبي افریقا نه پروازونه بند کړل


د جنوبي افریقا پلازمینه جوهانسبورګ هوایي ډګر
د جنوبي افریقا پلازمینه جوهانسبورګ هوایي ډګر

د کروناویروس د یوې نوې بڼې د خپریدو په وجه د جنوبي افریقا څخه یو شمیر اروپایي هیوادونو ته په مسافرت باندې د بندیز له لګولو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان پدې اړه د احتیاطي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د کروناویروس د B.1.1.529 ډول د عواقبو درک کول څو اونیزو څیړنو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان نن د جمعې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵) د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د مشورتي ډلې سره چې د ویروس د تکامل د بهیر په تخنیکي برخه کې فعالیت کوي د کروناویروس د نوې بڼې په هکله چې تازه په جنوبي افریقا کې رامنځته شوې لیدنه کتنه وکړه.

دغه سازمان وویل چې هیوادونه باید د خطرونو په اساس اقداماتو ته مخه کړي خو پر سفرونو باندې د محدودیت د وضع کولو لپاره باید له علمي لارو چارو کار واخلي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې کرسشن لندمرییر، په ژنیو کې وویل چې لومړنۍ ارزونې ښیي چې د ویروس دغه نوې بڼه ژر پراخیږي او څیړونکي ددې ویروس په اړه په څیړنو مصروف دي.

جرمني، ایټالیا، بریتانیا او نورو اروپایي هیوادونو د جنوبي افریقا څخه په پروازونو باندې پداسې حال کې بندیزونه لګولي چې ددې هیواد حکومت د کروناویروس ددغه نوې بڼې د مخنیوي هڅه کوي.

سنګاپور او مالیزیا هم ویلي چې د اوو افریقایي هیوادونو څخه په مسافرت باندې یې بندیزونه لګولي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د جمعې د ورځې نومبر ۲۶پورې د شمیرو له مخې په نړۍ کې د کروناویروس د پیښو شمیر څه دپاسه ۲۶۰ میلیون ته رسیدلی او ددې ناروغۍ په وجه د مړینو شمیر له ۵.۲میلیون تنو څخه اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG