د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د صدراعظم په کور د ډرون برید چا کړی ؟


د برید نه وروسته په بغداد کې پوځ او امنیتي ځواکونه ګزمې کوي.
د برید نه وروسته په بغداد کې پوځ او امنیتي ځواکونه ګزمې کوي.

سره لدې چې د عراق د صدراعظم مصطفي الکاظمي په کور د یکشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون برید مسئولیت هیڅ کومې ډلې یا هیواد نه دی اخیستی، ځینو یې ملامتي وار د مخه په ځینو ډلو او هیوادونو اچولې ده.

تر ډیره د برید ملامتي په هغو شیعه ملیشو اچول کیږي چې ایران یې تر شاه ولاړ دی ځکه په همدې ډلې پخوا هم د بغداد په زرغونې سیمې چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه پکې دي، د بریدونو ملامتي اچول شوې خو د دې ملیشو مشر دا برید غندلي او تر ډیره بریده یې کوښښ کړی چې هغه کم ارزښته وبولي.

په بغداد کې د سیاسي چارو یو کارپوه بسام القزویني د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې برید د صدراعظم په کاله ځکه شوی چې دویم ځل صدراعظم کیدو ته د هغه مخه ونیول شي.

ښاغلي القزویني زیاته کړه، "دا هغوي دي چې تازه یې په انتخاباتو کې بایللې. هغوي لومړي په کوڅو کې پیل کړ، بیا یې د عراق امنیتي ځواکونو سره شخړې وکړلې او اوس یې دا عمل وکړ."

په عراق کې د اکتوبر لسمې انتخاباتو کې ایراني پلوه ملیشو په دریو کې دوه برخې څوکۍ وبایللې او سره لدې چې په انتخاباتو کې لږو کسانو برخه اخیستې وه خو بیا هم د انتخاباتو نتیجې د دې ملیشو سره د خلکو ناراضایاتي وښودله.

ډیری خلک پدې ملیشو دا تور هم لګوي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د حکومت پر ضد د ځوانانو په مشرۍ مظاهره چیان هم ځپلي دي او د حکومت واکمني یې کمزورې کړې.

ها خوا بیا دایراني پلوو ملیشو د یوې سخت دریزه ډلې کتائب حزب الله جګپوړي مشر، ابو علي العسکري شک وښود چې آیا دا برید خو به پخپله د الکظامي هڅه نه وي چې ځان "قرباني" وښیي. هغه په ټویټر کې لیکلي،" زمونږ د تائید شویو معلوماتو له مخې په عراق کې هیڅوک نه غواړي چې د چا د اوسیدو په ځای کې ډرون الوتکه د لاسه ورکړي".

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاطبزاده د عراق د صدراعظم په کور د برید د غندلو تر څنګ د برید ملامتي په غیرې مستقیمه توګه په متحده ایالاتو اچولې.
الکاظمي تر صدراعظم کیدو وړاندې د عراق د استخباراتو د ادارې مشر و. ملیشې هغه متحده ایالاتو ته نږدې ګڼي او د عراق دا ۵۴ کلن صدراعظم کوښښ کوي چې د متحده ایالاتو او ایران تر منځ چې دواړه یې متحدین دي اړیکې متوازنې وساتي.

د عراق د انتخاباتو کمیسیون لا د پارلماني انتخاباتو نتایج ندي اعلان کړي. امریکا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا انتخابات ستایلي ځکه چې تشدد پکې ونشو او کومه تخنیکي ستونزه هم پکې ونشوه.
په برید کې صدراعظم الکاظمي برسیرن ټپي شوی خو هغه د برید نه لږه شیبه وروسته په تلویزیون کې وینا وکړله. په برید کې د صدراعظم ۷ ساتونکي ټپي شوي.

د فرانسې، اردن، بریتانیې، سعودي عربستان، مصر او متحده ایالاتو مشرانو د عراق د صدراعظم د اوسیدو پر ځای د ډرون الوتکو بریدونه غندلي دي.


XS
SM
MD
LG