د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیلوي


د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې په ټول افغانستان کې د کرونا ضد واکسین کمپاین لپاره پروګرام ترتیب شوی.

دې سازمان پنجشنبه مې ۲۶ (غبرګولي۵) په ټویټر کې لیکي چې ټاکل شوې پدې کمپاین کې په ټول افغانستان کې څه باندې ۵ ملیونه کسان چې عمرونه یې تر ۱۸ کالونو پورته وي، واکسین شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، "پدې کمپاین کې به ۴۷۳ سیارې ډلې ، سیمه ایز، ولایتي او د ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه برخه ولري".

ټاکل شوې چې د واکسین کولو پدې کمپاین کې به افغانانو ته د جانسن جانسن امریکایي او سینوفارم چینایي د کرونا ضد واکسینونه ورکړل شي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې کمپاین لپاره په افغانستان کې همدا اوس شاوخوا ۷ ملیونه ډوزه واکسین شته دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د همدې روانې مې میاشتې تر دریمې اونۍ پورې په ټول افغانستان کې څه باندې ۶ میلیونه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوی چې دې ډلې کې څه باندې ۴ ملیونه یې هغوي دي چې دواړه ډوزه واکسین ورکړل شوی.

په واکسین شویو کې ۵۳ په سلو کې یې سړي او نور ۴۷ په سلو کې یې میرمنې دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان د ټولو وګړیو څخه یوزاې ۱۲ په سلو کې یې کرونا ضد دواړه ډوزه واکسین شوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په کابل او ولایتونو کې د کرونا ضد د واکسین د تطبیق کولو لپاره څه باندې ۶ سوه مرکزونه لري چې په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۹ زرو کسانو ته واکسین ورکوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د کرونا وبا په افغانستان کې تر اوسه ۱۸۰ زره کسان نیولي او ۷۷۰۰ یې مړه کړي خو دا ارقام ښایي دقیق نه وي ځکه چې د افغانستان په کلیوالو او لیرو پرتو سیمو کې خلک د خپل خپلوانو د مړینې دلیل د چارواکو او روغتیايي مرکزونو سره نه شریکوي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ولایت کې پیدا شو چې وروسته په نړیوالې وبا بدل شو.

د امریکا د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې دې وبا په ټولې نړۍ کې نږدې ۵۷۸ ملیونه وګړي نیولي او څه باندې ۶ ملیونه نور یې مړه کړي.

XS
SM
MD
LG