د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ولې د عمران خان په نیول کیدو هغه شان غبرګون نه ښیي لکه د نړۍ د نورو مشرانو په هکله یې چې ښودلی؟


د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان د شنبې اګست ۵مې راپدیخوا په زندان کې دی او متحده ایالاتو د ښاغلي خان نیول کیدل د پاکستان کورنۍ مسله بللې.

د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند میتیو میلر دوشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) په خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا عمران خان به په عادلانه توګه محاکمه شي که نه، وویل، "په نړۍ کې ځیني وخت داسې قضیې وي چې په ښکاره توګه بې اساسه وي او متحده ایالات پرې تبصره کوي".

خو ویاند زیاته کړه چې د عمران خان د قضیې په هکله تر اوسه دا ډول پریکړه نده شوې.

پولیسو په لاهور کې عمران خان د شنبې په ورځ وروسته تر هغه ونیوه او په زندان کې یې واچاوه چې په اسلام آباد کې یو قاضي هغه په غیر قانوني توګه د دولتي سوغاتونو د پلورلو په قضیې کې مجرم وباله او درې کاله د بند تیرو په سزا یې محکوم کړ.

مبصرین چې د امریکا او پاکستان اړیکې څاري وایي واشنګټن د عمران خان په نیول کیدو هغومره تند غبرګون ونه ښود لکه په نړۍ کې د نورو مشرانو په نیول کیدو یې چې څرګندوي.

عمران خان د واک څخه د لیرې کیدو په لومړنیو شپو ورځو کې ادعا کوله چې واشنګټن یې د بې واکه کیدو ملاتړ کاوه او طرحه یې د پاکستان جګپوړو جنرالانو جوړه کړې وه خو امریکا او د پاکستان پوځ دا تورونه رد کړي.

په واشنګټن ډي سي کې د بروکنګز په انسټیټیوټ کې د بهرنیۍ پالیسۍ پروګرام کارپوهه مدیحه افضل پدې باور ده چې د تیر کال راپدیخوا چې عمران خان له واکه د لیرې کیدو ملامتي په واشنګټن اچولې، امریکا هم د پاکستان په سیاسي چارو ښکاره تبصره نده کړې او دې کار د "عمران سره هم مرسته ونکړه" .

عمران خان پخپل ټول سیاسي ژوند کې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ انتقاد کړی. په واشنګټن د هغه تر ټولو غټ انتقاد د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ډرون الوتکو بریدونه و.

عمران خان دا بریدونه د محکمې حکم پرته د خلکو وژل او د پاکستان د خودمختارۍ څخه سرغړاونه بلل.

عمران خان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکا وتل هم ولمانځل. هغه ویلي و چې د امریکا په وتلو سره "افغانستان د غلامۍ زنځیرونه مات کړل".

د ویلسن په مرکز کې د جنوبي آسیا په انسټیټوټ کې کارپوه مایکل کوګلمن چې د پاکستان په هکله پراخ معلومات لري پدې باور دی د عمران خان همدې انتقادونو له کبله هغه په واشنګټن کې خواخوږي نلري.

ښاغلي کوګلمن د عمران خان په نیول کیدو د امریکا د غبرګون په هکله وویل، " زه توقع لرم چې امریکا به خاموشه وي".

دا کارپوه زیاتوي چې امریکا د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د عمران خان د پلویانو په ځپلو ځکه غلې ده چې دا کړنه به یې ښایي داسې وانګیرل شي چې ګڼې د عمران خان پلوي کوي.

هغه زیاته کړه، " خان په واشنګټن ډي سي کې ډیر پلونه سوځولي دي. هغه ته پدې ورځو کې د یو خواخوږي څیرې په توګه نه کتل کیږي. له همدې کبله د جمهور رئیس بایډن حکومت هغه ته د کوم احسان ورکولو لپاره لیوالیتا نلري".

کوګلمن دا هم وویل چې د واشنګټن لپاره پاکستان اوس په سیمه کې هغومره اهمیت نلري لکه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جګړې پر وخت یې چې درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG