په متحدو ایالتونو کې د تلویزیون د نړۍ د ایمې جایزو په ۷۸م پړاو کې د دوشنبې په شپه (سپتمبر ۱۴) د کونډې ساحل په نوم یو خوفناک طنزي سریال ترټولو ډیرې جایزې وګټلې.
دغه سریال د امریکا په شمال ختیځ کې د یو خیالي ټاپو کیسه کوي چې نااشنا فضايي موجوداتو ورته مخه کړې ده.
په آپل پلس کې خپرېدونکي دې سریال په بیلابیلو برخو کې د ایمې ۱۴ جایزې وګټلې چې دا د ایمي جایزو په تاریخ کې د یو کومیدي سریال لپاره ترټولو ډیرې جایزې دي.
ددغه سریال مخکښ لوبغاړي مېتیو رایس د ایمي په تاریخ کې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ. هغه په یوه شپه کې د دوو بېلابېلو سریالونو لپاره د مخکښ لوبغاړي دوه جایزې وګټلې.
رایس د «بیسټ این مي» په سریال کې د مخکښ رول له کبله هم د مخکښ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د «د پیټ» ډرامه چې په امریکا کې د ډاکټرانو او نرسانو ورځنی ژوند، ستونزې او د ناروغانو د ژغورنې هڅې انځوروي، سږکال د ایمي درې مهمې جایزې وګټلې، چې پکې د غوره ډرامې، په ډرامه کې د غوره مخکښ لوبغاړي او د غوره ملاتړي لوبغاړي جایزې شاملې دي.
ژان سمارټ د «هېکس» په کامیډي سریال کې د غوره مخکښې لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه. دا د هغې اتمه ایمي جایزه او د همدې رول لپاره پنځمه جایزه وه.
په دې مراسمو کې مایکل جې فاکس ته د «باب هوپ» بشردوستانه جایزه هم ورکړل شوه. نوموړي د پارکینسن ناروغۍ د څېړنې او د ناروغانو د ملاتړ په برخه کې د اوږدې مودې لپاره هلې ځلې کړې دي.
د ایمي جایزو په سږنیو مراسمو کې د ډالي پارټن، راب راینر، کاترین اوهارا او د تلویزیون د نورو هغو څېرو یادونه هم وشوه چې په تېر یو کال کې مړه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه