د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ځنګلونو کې اور ؛ د زرګونو کسانو لپاره بریښنا پرې شوې


FILE - Trees burn at the Bootleg Fire in southern Oregon, July 25, 2021, in this photo provided by the Bootleg Fire Incident Command.
FILE - Trees burn at the Bootleg Fire in southern Oregon, July 25, 2021, in this photo provided by the Bootleg Fire Incident Command.

پولیسو د متحده ایالاتو په لویدیځ کې د اوریګن ایالات د یوې ایالتي پارک څخه وروسته تر هغه خلک وایستل چې په ځنګلونو کې ستر اور بل شو.

پدې ایالت کې تر ټولو ستر اور په شمال ختیځه برخو کې لګیدلی چې د آیډهو ایالت سره په پولې پرتې دي. د شنبې تر ورځې اور څه باندې ۲۳۰ کیلو متر مربع سیمه سوځولې او چارواکي وایي چې د شپې د اور ساحه ۱۶۸ کیلو متر مربع نور هم پراخه شوه.

د اور د اغیز د کمولو په خاطر په ۱۲ سیمو کې د څه باندې ۳۷ زرو کورنیو لپاره بریښنا پرې شوې. داسې ویل کیږي چې د دې ایالت په نورو ځنګلونو کې هم اورونه بل شوي او چارواکي مجبور شوي چې په خلکو بریښنا بنده کړي.

مسؤلینو ویلي چې د سټوکل په غرونو کې هم اور لګیدلی چې یو کور او څلور ودانۍ یې له منځه وړي او ۲۶۰ نورې ودانۍ د خطر سره مخ دي.

په سیمه کې زرګونو کورنیو ته ویل شوي چې د سیمې څخه وتلو لپاره دې چمتووالي ولري.

د دې ایالت په مرکزي برخې کې هم په ځنګلونو کې اور بل شوی او چارواکو په سمیه کې خلکو ته ویلي چې هر څومره ژر امکان لري خپل کورونه دې پریږدي او خوندي سیمو ته دې ولاړ شي.

د اور وژنې عملې په ځینو ځایونو کې د هیلوکوپترو څخه د اور وژلو لپاره کار اخیسته.

د اوریګن په ګاونډ کې د واشنګټن سټیټ په ایالت کې هم اور لګیدلی چې چارواکي مجبور شوي یوه عمومي لویه لار وتړي. دلته هم ګڼ شمیر اوسیدونکو ته ویل شوي چې خپل کورونه دې پریږدي.

د هوا پیژندنې مسؤلین وایي چې د اقلیم د بدلون له کبله په سیمه کې ځنګلونه وچ شوي او همدا د اور لګیدو سبب شوی.

XS
SM
MD
LG