د لاس رسي وړ اتصالات

آیا تر ظواهري وروسته به امریکا د حقاني شبکې په تر ټولو مشهور غړي برید وکړي؟


د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر اوسه هغو تورونو ته ځواب ندی ویلی چې د القاعده د شکبې پخوانی مشر ایمن الظواهري چې تیره اوونۍ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، په کابل کې د هغه د حفاظت لاندې ژوند کاوه.

حقاني همدارنګه د ظواهري تر وژل کیدو وروسته په عامه توګه ندی راڅرګند شوی.

متحده ایالاتو د القاعدې د مشر پر سر ۲۵ او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني پر سر لا هم د ۱۰ ملیون امریکایي ډالرو انعام شته.

۴۲ کلن سراج الدین د ترهګرو په ځانګړي لیست کې دی. د هغه تره خلیل حقاني چې د طالبانو په حکومت کې وزیر دی، او د کشر ورور عزیز حقاني پر سر هم متحده ایالاتو ۵ ملیون ډالر انعام ټاکلی.

د سراج الدین په اوښي او نږدې سلاکار یحیی حقاني بیا کوم انعام ندی ټاکل شوی خو نوم یې د متحده ایالاتو د حکومت د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي لیست کې شته دی.

په سراج الدین حقاني یو تور دا دی چې په ۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د سرینا په هوټل برید تنظیم کړی و چې د یو امریکایي په ګډون پکې ۶ تنه ووژل شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۰۶ کال کې سراج الدین د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي لسیت کې شامل کړ.

او په ۲۰۰۸ کال کې د خلیل حقاني نوم هم پدې لیست کې ور زیات شو. د نورو ترهګریزو فعالیتونو تر څنګ په خلیق حقاني دا تور دی چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د وسله والو سره مرسته کوي. هغوي ته وسلې، جنګیالي او مالي امکانات برابروي.

د افغانستان د ملي امیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وایي چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته، د سراج الدین حقاني په ګډون د دې شبکې ګڼ شمیر مشران د افغانستان جنوب لویدیځو سیمو ته تښتیدلي.

ښاغلي نبیل امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې سراج الدین حقاني د وروستي ځل لپاره په هغو لنډو ویډیوګانو کې لیدل شوی چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اګست په لومړۍ نیټې خپرې کړي او هغه د پکتیا په ولایت کې د خلکو سره خبرې کوي.

رحمت الله نبیل زیاته کړه، " په الظواهري تر برید ورسته سراج پکتیا ته تللی او هغه ته ټول نږدې کسان پټ شوي او د کورنیو چارو په وزارت کې نه لیدل کیږي. سراج د برید څخه وړاندې او وروسته د خپلو پالیسو په هکله اندیښنه لري."

سره لدې چې طالبانو ویلي په کابل کې د القاعده د مشر په شتون ندي خبر خو امریکایي چارواکي یې نه مني.

د سپینې ماڼې یو ویاند جان کربي په کابل کې د الظواهري د شتون په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " د حقاني شبکې ځیني جګپوړي غړي شته چې خبر و".

امریکایي چارواکي وایي طالبان به پرې نږدي چې یو ځل بیا افغانستان د نړیوالو ترهګرو لپاره د پټیدو په خوندي ځای بدل کړي.

امریکا غږ د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا او سپینې ماڼۍ څخه پوښتلي چې آیا د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د حقاني شبکې جګپوړي مشران په نښه کیدی شي که نه؟ سپینې ماڼۍ په ځواب کې ویلي چې پدې هکله څه اضافه کولی نشي.

خو ښاغلی نبیل چې د امریکا د استخباراتي ادارو سره یې د نږدې څخه کار کړی، وایي چې ښایي د حقاني شبکې په غړیو هم بریدونه وشي.

XS
SM
MD
LG