د لاس رسي وړ اتصالات

الکول له هغې چې فکر کوی ډیر تاوان لري


د یوې نوې څیړنې په اساس د الکولي مشروباتو څښل شاید له هغه څه ډیر تاوان ولري چې مخکې یې اټکل شوی و. په ځانګړې توګه هغو خلکو ته یې زیان تر نورو زیات ښودل شوی چې عمرونه یې کم دي.

د "لایو ساینس" په نوم د یو خبري ویبسایټ نوې څیړنه هغه پخوانۍ نظریه ردوي چې په کې د شرابو څښل د انسان د روغتیا لپاره ګټور بلل شوي و.

دغه نوې څیړنه چې”د الکول او مخدراتو د مطالعې ژورنال“ کې خپره شوې، د هغو خلکو په اړه پلټنې کړي دي چې د الکولي مشروباتو د څښلو له کبله مړه شوي دي.

څېړنه دې پایلې ته رسېدلې چې شراب څکل د هرې کټګورۍ عمرونو کسانو ته ګواښ پيښوي.
څېړنه دې پایلې ته رسېدلې چې شراب څکل د هرې کټګورۍ عمرونو کسانو ته ګواښ پيښوي.

په نوې څېړنې کې ویل شوي چې د ۲۰۰۶م څخه نیولې تر۲۰۱۰م پورې د ۲۰ او ۴۹ کلنو ترمنځ د مړه شویو کسانو ۳۶سلنه یې د الکولو د څښلو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدغه سلنه بیا د ۶۵ کلنو او تر هغې ډیر عمر لرونکو کسانو تر منځ ۳۵ ده.

څېړنې دا هم په ډاګه کړې ده چې د هغو کسانو عمرونه د نورو په پرتله ۶۰سلنه کم شوي چې له ۲۰ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې یې الکول څښلي دي.

تر دغې څېړنې مخکې ځینو نورو علمي او طبي څېړنو هم تائید کړې وه چې، د الکولو څښل چې په هره پیمانه وي، د انسان لپاره ګټه نه لري.

XS
SM
MD
LG