د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د میلیونونو افغان کډوالو د راستنېدو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې خبرداری ورکړی چې دغه ولایت له ګڼو جدي ننګونو سره مخ دی.
رباب فاطمې ننګرهار ته د سفر پر مهال ویلي چې د میلیونونو راستنو شویو کډوالو کوربهتوب، د طبیعي پېښو تکرار، د اقلیمي بدلون اغېزې او د اقتصادي فعالیتونو کمزوري کېدل د خلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
د هغې په وینا، د سوداګریزو فعالیتونو خنډونه او د سرحدي لارو تړل کېدل د سیمې پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی او د خلکو د ژوند شرایط یې خراب کړي دي.
د یوناما مشرې د تورخم له لارې د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت هم له نږدې کتلی او ویلي یې دي چې راستنېدونکي یوازې بېړنیو مرستو ته نه، بلکې اوږدمهالو حللارو ته هم اړتیا لري.
په همدې حال کې، له پاکستانه راستون شوي کډوال د سرپناه، کار او د ژمي لپاره د لومړنیو اړتیاوو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د ناروې د کډوالو شورا هم په خپلو راپورونو کې د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې زرګونه کسان بېړنۍ سرپناه او مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو دوامداره تړل هم د ننګرهار پر اقتصاد او هم د خلکو پر ژوند فشار زیات کړی دی. پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې لارې تړلې دي او د تګ راتګ محدودیتونو د سرحد دواړو خواوو ته سوداګر او عام خلک اغېزمن کړي دي.
د یوناما د مشرې په وینا، د ننګرهار د خلکو د ستونزو د حل لپاره یوازې بېړنۍ مرستې بسنه نه کوي، بلکې د اقتصادي فعالیتونو د بېرته فعالولو، د راستنېدونکو د ادغام او د اوږدمهالو بشري مرستو لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
فورم \ دبحث خونه