د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د اسرائیل په ټاکنو کې د نتنیاهو ملاتړ کوي

اسرائیليان د سې شنبې په ورځ [اکټوبر ۲۷مه] په پارلماني ټاکنو کې د برخه اخېستلو لپاره د رایو مرکزونو ته ځي. په دغو ټاکنو کې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې له ډېرې مودې راپدې خوا حکومت کوي، برخه لري او غواړي یو یوه بله دوره هم د صدرات څوکۍ وګټي.

نتنیاهو د یوې بلې کاري دورې لپاره ځکه هڅه کوي چې غواړي د اسرائیل دښمنانو ته د ماتې ورکولو "ماموریت بشپړ" کړي. د هغه مخالفان غواړي چې د نورو شکایتونو ترڅنګ، په ۲۰۲۳ کال کې د اسرائیل پر وړاندې د حماس د ترهګریز برید په مخنیوي کې د امنیتي ناکامۍ له امله هغه له واکه لېرې کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکټوبر په ۱۸مه په خپل ټروت سوشیل ټولنیزې پاڼې کې د نتنیاهو د بیا ټاکل کېدو ملاتړ اعلان کړ او هغه یې "یو لوی جنګیالی لومړی وزیر، او د ایران اسلامي جمهوریت سره په مبارزه کې د سولې یو لوی ملګری" وباله — هغه رژیم چې د ټرمپ په وینا په تېرو ۴۷ کالو کې یې د "مرګ پر اسرائیل" او "مرګ پر امریکا" شعارونه ورکړي دي.

ټرمپ او نتنیاهو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران رژیم پر وړاندې ګډ پوځي عملیات پیل کړل او د اټومي وسلو د پراختیا پروګرام او نورو ناوړو وړتیاوو ته یې زیان ورساوه. لوی جنګي عملیات د اپرېل په میاشت کې د اوربند له مخې پای ته ورسېدل خو دواړو لوریو وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي تر هغه چې د ایران واکمن ملاګان "خپل چلند په چټکۍ سره بدل نه کړي، موږ [زه او نیتن یاهو] به ډېر ژر دا کار پای ته ورسوو."

ټرمپ زیاته کړه: "که اسرائیل ناسم مشر ولري چې له نتنیاهو پرته بل هر څوک وي نو امریکا به مجبوره وي چې دا کار پخپله وکړي او زه د دې کار کولو ته لېوال نه یم."

نتنیاهو په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ويډیو په خپرولو سره د ټرمپ له ملاتړ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې که بیا وټاکل شي نو په راتلونکو دوو کلونو کې به د متحدو ایالتونو له ولسمشر سره د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو د "ماموریت بشپړولو" لپاره کار وکړي.

نتنیاهو خپل کمپاین د خپل ښي اړخي ملتپال ائتلاف او د اپوزیسیون د هغه ائتلاف ترمنځ د یو انتخاب په توګه وړاندې کړی چې هغه ادعا کوي مقابل لوری به د ایران د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي یا د داسې فلسطیني دولت د جوړېدو د درولو لپاره ډېر کمزوری وي چې د اسرائیل امنیت ته ګواښ پېښوي.

د نتنیاهو محافظه کار لیکود ګوند او د هغه کوچني متحدین د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر پخوانیو ټاکنو وروسته په یوه ائتلافي حکومت کې شریک وو چې په ۱۲۰ کسیزه پارلمان یا کنیسټ کې یې په پیل کې د ۶۴ څوکیو اکثریت درلود. وروسته د ډله ییزو وفاداریو په برخه کې بدلونونو د واکمن ائتلاف د څوکیو شمېر ۶۰ ته راټیټ کړ.

په اسرائبل کې د عامه افکارو په سروې ګانو کې راغلي چې د نتنیاهو واکمن لیکود ګوند سره اصلي سیال د اسرائیل د پخواني لوی درستیز ګادي ایزنکوټ مرکزپاله یشور ګوند دی چې ژمنه یې کړې له نتنیاهو پرته به د "بدلون" ائتلاف جوړ کړي.

ایزنکوټ ژمنه کړې چې که د هغه ګوند په راتلونکی کې د اکثریت ائتلاف مشري وکړي نو د هغو امنیتي ناکامیو په اړه به د پلټنې یو دولتي کمېسیون جوړ کړي چې د حماس فلسطیني ډلې ته یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسرائیل سویل ته د ناڅاپي برید زمینه برابره کړه. هغه نتنیاهو تورن کړی چې ددغه ډول کمېسیون د جوړولو څخه ډډه کوي او هڅه کوي له خپلو مسؤلیتونو څخه ځان خلاص کړي.

نتنیاهو د داسې کمېسیون سره مخالفت کړی او استدلال یې کړی چې په کمېسیون به خلک اعتماد ونه کړي ځکه چې د قانون له مخې یې غړي د سترې محکمې د مشر اسحاق امیت لخوا ټاکل کېږي او د یوې داسې ادارې مشري کوي چې د نتنیاهو حکومت پرې د قضايي واک له حده د تېرېدو تور لګوي. په بدل کې یې د واکمن ائتلاف د یوې بدیلې ډلې لپاره یوه لایحه وړاندې کړه چې د نتنیاهو په وینا به یې جوړښت د ائتلاف او اپوزیسیون ترمنځ متوازن وي خو دا لایحه مخکې له دې چې پارلمان یا کنیست منحل شي، وروستۍ منظوري ترلاسه نه کړه.

ایزنکوټ دا ژمنه هم کړې چې د ملي خدمت یو قانون به تصویب کړي چې له مخې به یې هغه کسان چې له لازمي پوځي او ملکي خدمت څخه تښتي، د دولت له امتیازاتو به بې برخې شي او له قانوني تعقیب سره به مخ شي.

په اسرائیل کې د پوځي خدمت څخه د تېښتې اصلي لامل اکثریت افراطي ارتدوکسي یهودي نارینه دي چې ټول وخت مذهبي زده کړې یوه مقدسه دنده ګڼي چې اسرائیل ساتي. دوي وېرېږي چې په سېکولر پوځ کې خدمت به د دوی د ژوند طرز له منځه یوسي. ډیری سېکولر اسرائیلیان د پوځي خدمت څخه د تېښتې مخالف دي او غواړي چې افراطي ارتدوکسي یهودي نارینه د پوځي خدمت ډېر بار په غاړه واخلي.

نتنیاهو د افراطي ارتدوکس یهودي ګوندونو سره د یو ایتلاف مشري کوي چې ټینګار کوي خپل پلویان تر ډېره حده له عسکري خدمت څخه معاف کړي. هغه د دې سیسټم په اړه د لویو بدلونونو مخالفت کړی دی.

د اسرائیل د رسنیو لخوا خپرې شوې وروستۍ نظرپوښتنې ښیي د "بدلون" په بلاک کې د یشر ګوند او متحدین يي د لیکود ګوند او د هغه د ایتلافي شریکانو په پرتله له دوو څخه تر شپږو پورې ډیرې څوکۍ ګټي. بله نظرپوښتنه د دواړو ډلو ترمنځ برابر حالت ښي په داسې حال کې چې ۱۴ چینل او i24NEWS خبري شبکه ښیي چې ائتلاف مخکې دی او ۱۴ چینل یې د څوکیو شمېر ۶۲ ښيي چې د اکثریت لپاره کافي دي. نورې ټولې نظرپوښتنې ښیي چې دواړه ډلې د اکثریت حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه پوره کوي.

په نظرپوښتنو کې تمه کېږي چې هغه غالبًا عرب ګوندونه چې تقریباً هېڅکله په واکمن ائتلاف کې شامل شوي نه دي، په کنیسټ کې به پاتې ډیری څوکۍ وګټي.

د کنیسټ ۱۲۰ څوکۍ په ټول هیواد کې د تناسبي استازیتوب له لارې ګوندونو باندې ویشل کیږي او ګوندونه د څوکیو ترلاسه کولو لپاره باید لږ تر لږه ۳.۲۵٪ عمومي رایې ترلاسه کړي. هېڅ اسرائیلي ګوند تر اوسه دومره څوکۍ نه دي ګټلي چې په یوازې ځان اکثریت ولري.

د سه‌شنبې د رایې ورکولو د رسمي پایلو له خپرېدو وروسته په یوه اونۍ کې د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ باید د اکثریت ایتلاف جوړولو دنده د یو ټاکل شوي ګوند مشر ته وسپاري او هغه بیا تر شپږو اونیو پورې وخت لري چې ائتلاف رامنځته کړي. که هغه مشر ناکام شي، ولسمشر کولی شي د دویم ګوند مشر ته څلور اونۍ وخت ورکړي چې پدې برخه کې هڅه وکړي. که د دویم ګوند مشر هم ناکام شي، کنیسټ درې اونۍ وخت لري چې د اکثریت رایې له لارې یو څوک د دې دندې لپاره وټاکي خو که هغه نوماند هم له دوو اونیو وروسته ناکام شي، نو باید نوي ټاکنې اعلان شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG