د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې دوو مرکچیانو، سټیف وېټکاف او جېرډ کوشنر د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۶مه] په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زېلنسکي او نورو اړوندو اوکرایني چارواکو کتلي دي.
زېلنسکي چې د سولې په برخه کې د متحدو ایالتونو ونډه مهمه بولي ویلي چې د سولې لپاره لاهم فرصت شته.
له امریکايي استازو سره تر لیدلو مخکې، زېلنسکي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي وو چې ده د خپلو مرکچیانو سره لیدلي او په ډاګه کړې چې اوکراین غواړي جګړه پای ته ورسېږي.
زېلنسکي زیاته کړې: "امنیتي تضمینونو ته اړتیا ده. پس له جګړې، یوې باعزتې سولې ته اړتیا ده. زموږ وړاندیزونه چمتو شوي دي."
تر دې مخکې، وېټکاف او کوشنر مسکو ته سفر کړی و او د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره یې اوږدې خبرې کړې دي.
د روسیې ولسمشر د امریکايي استازو سره د شنبې ورځې [سپټمبر ۵مه] غونډه "ډېره ګټوره" بللې ده.
یوې سرچینې د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د برېټانیا، فرانسې او جرمني د ملي امنیت سلاکاران هم په کییف کې وو خو دا لاڅرګنده نه ده چې ایا دغو چارواکو د زېلنسکي سره د وېټکاف او کوشنر په غونډه کې برخه درلوده یا نه.
مسکو او کییف ته د امریکايي مرکچیانو سفر په داسې یو وخت کېږي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر د اوکراین او روسیې ترمنځ د څلور نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره کوښښونه زیات کړي دي.
واشنګټن تردې مخکې هم د مسکو او کییف ترمنځ د سولې لپاره د منځګړتوب هڅه کړې وه ځکه چې ولسمشر ټرمپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ددغې جګړې د ژر پای ته رسولو ژمنه کړې وه.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ [سپټمبر ۴مه] ویلي وو چې دی د جګړې د پای ته رسولو په موخه، د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ته د واشنګټن نوي وړاندیزونه مطرح کوي.
کرملین ویلي چې د دوشنبې تر ورځې به پر کییف بریدونه ودروي او زېلنسکي هم ویلي چې اوکراین به پر مسکو بریدونه ودروي.
په همدې حال کې د روسیې د تاس خبري اژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف په حواله خبر ورکړی مسکو د متحدو ایالتونو، روسیې او چین د ولسمشرانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه نه ده رد کړې.
د دې میاشتې په پیل کې د کرملېن یوه چارواکي یوري اوشاکوف ویلي وو چې ښايي ډونالډ ټرمپ، ویلادیمیر پوتین او شي جن پینګ د نومبر په میاشت کې د چین په شینزین ښار کې د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکاریو په سرمشریزه کې وګوري.
سپینې ماڼۍ تراوسه د نوامبر په میاشت کې ددغو دریو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د غونډې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
فورم \ دبحث خونه