د لاس رسي وړ اتصالات

ولایتي شوراګانې:په ۳ ولایتونو کې ښځې له سړیو مخکې دي


د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا د ولایتي شوراګانو وروستۍ اعلان شوې پایلې ښیې چې د افغانستان په دریو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو ښځینه کاندیدانو د نارینه کاندیدانو نه ډیرې رایې اخیستي دي او ددغو ولایتونو د ولایتي شوراګانو د ګټونکو کاندیدانو د لست په سر کې یې خای نیولی دی.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا د شنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په وروستیو پایلو کې د کابل په ولایت کې سید مسعوده یاري، د نهه زره څلورسوه نهه رایو په ترلاسه کولو د بریالیو کاندیدانو د لست په سر کې ځای نیولی دی چې ورپسې ډاکټر ظهره نوابي دویم او خاطرې اسحاقزئ دریم مقام ترلاسه کړی دی.

همداشان د کابل په ولایت کې د ولایتي شوراګانو د بریالیو کاندیدانو په لست کې مریم صدیقه سادات د زیاتو رایو د ترلاسه کولو له امله شپږم مقام ګټلی دی.

د کابل سره په ګاوڼډ کې د لوګر په ناامنه ولایت کې هم میرمن هما احمدي د دوه زرو دوو سوونهه څلویښت رایو په ګټلو سره په دغه ولایت کې ترټولو زیاتې رایې ګټلي دي.

د مرکزي افغانستان د دایکندي په ولایت کې فاطمه اکبري د شپږ زره نهه سوه پنځلس رایو په ګټلو د دغه ولایت د ولایتي شورا په ټاکنو کې د ګټونکو کاندیدانو د لست په سر کې ځای نیولی دی.

د هلمند او د فراه په ولایتونو کې که څه هم دوو ښځو کاندیدانو ولایتي شوراګانو د ګټونکو کاندیدانو د لست په سر کې ځای نه دی نیولی، خو د دغو ولایتونو لپاره د ولایتي شوراګانو د ټاکل شوې شمیر د ګټونکو په لست کې د یو شمیر نارینه کاندیدانو نه یې ډیرې رایې ګټلي دي او نومونه د هغوی نه په لست کې مخې ته دي.

د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې د ولایتونو د نفوسو په تناسب د ولایتي شوراګانو لپاره ۴۵۸ څوکۍ په پام کې نیول شوي دي چې اوه نوي یې د ښځو لپاره بیلې شوي دي.

د افانستان د ټاکنو د څاراداره چې د ولایتي شوراګانو ټاکنې یې له نږدې څارلې دي وایي چې په افغانستان کې د نارینه کاندیدانو په نسبت ښځینه کاندیدانې د خپلو ځانونو لپاره د کمپاین کولو ډیر کم امکانات لري.

ددغې ادارې اجرائیوي ریس جانداد سپین غر امریکا غږ سره په خبرو کې په افغانستان کې ټو لنیز عادتونه او رواجونه هم د ښځینه کاندیدانو په وړاندې د خنډ په توګه یادکړل وویل چې دې ته اوتیا ده ترڅو ښځې رایې ورکونکې ښځو کاندیدانو ته رایه ورکړي.

ښاغلي سپین غر وویل" په افغانستان کې د سړو پرتله ښځو لپاره د کمپاین کولو ډیر کم امکانات وجود لري ښځې نه شي کولای چې لکه سړي هرچیرته لاړې شي او ځانونو ته کمپاین کړي".

د افغانستان د ولایتي شوراګانو ټاکنې د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړي پړاو د ټاکنو سره یوځای د حمل په شپاړسمه ورځ ترسره شوې وې، خو د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د بهیر د جنجالي کیدلو له امله د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې د نږدې شپږ نیمو میاشتو ځنډ نه پس د شنبې په ورځ اعلان شوې .

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وایي چې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې شپږ میلونه نهه سوه نهه اویا زره دوه نوي رایې کارول شوې وې چې د پلټنو وروسته د ټولو پاکو رایو شمیر شپږ میلونه دوسوه درې دیرش زره یو پنځوس رایې وې.

دا کمیسیون وایي چې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د ښځینه رایې ورکونکو ونډه ۳۶.۳ فیصده وه.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د ولایتي شوراګانو استازي د څلوروکلونو لپاره ټاکل کیږي چې په کار دي هر څلورکاله ورووسته د ولایتي شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شي.

خو په افغانستان کې د ناامنیو له امله د ولایتي شوراګانو ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شوې چې ورسره د ولایتي شوراګانو نه د مشرانو جرګې ته د استول شوو سناتورانو په کاري مشروعیت یې هم اغیزه وکړه.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د مشرانو جرګې د یوسل یو غړو په دریو کې دوه برخې غړي د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو د استازو نه جوړیږي.

په افغانستان کې د ناامنیو له امله تراوسه د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې نه دي ترسره شوي له همدې امله د افغانستان مشرانو جرګې ته د ولسوالیو د استازو په ځای د ولایتي شوراګانو استازي د دریو کلنو لپاره ورځي .

XS
SM
MD
LG