د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ښځینه واکسیناتورانو غوښتنه وشوه


په ننګرهار کې ښځې دپولیو دکمپاین پراختیا غواړي وایي، چې دولت او بهرنۍ موسسې دې باید دپولیو پرضد مبارزه کې ښځینه کمپاینرانې ډېرې وګماري، چې ښځو په ښه توګهپیغام ورسوي.

.په ننګرهار کې که څه هم دپولیو پرضد مبارزه ښه په چټکۍ سره روانه ده ، خویو شمېر ښځې وایي، دوې ته هم باید پدې برخه کې ونډه ورکول شي ، ځکه اغیزې به یې زیاتې وي او دا مبارزه به ددوی له لوري په ښه توګه ترسره شي.

دننګرهار ولایت اوسېدونکې ملالۍ شینوارې وویل، دوی دګوزڼ په هکلهچټکو تبلیغاتو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د ښځینه مبلغینو ګمارل اړین کاربولي، چې دا پیغام کور په کور میندو ته ورسوي .

نوموړې د پولیو واکسین دماشومانودژوند ژغورلو یواځینۍ لارګني، خو ټینګار کوي، چې په دې برخه کېدکور مېرمنو ته عامه پوهاوی ورکړل ګټور ګام دی.

"ښځې داسې کور په کور نه ګرځي چې خلکو ته دپولیو خطرونه بیان کړي ، خو ښوونځیو ته یو یا دوه کسه ښځې راځي او پرټولو صنفونو ګرځي،هماغه تکراري خبرې دي ، داسې نوي معلومات نه راکوي چې څومره ورته اړتیا لیدل کېږي."

داراز کلثوم دننګرهارښار یوه بله اوسېدونکې ده اود ګوزڼ په وړاندې دعامه پوهاوي په تبلیغاتي بهیر نیوکه کوي او زیاتوي، چې دعامې روغتیا ریاست او اړوندې موسسې دغه بهیر یواځې ښاري سیمو پورې محدودوي اولرې پرتې سیمې په تېره دکډوالو پنډغالي ترې بې برخې دي."

هغه ، له اړوندو ادارو غواړي، چې دپولیو پرضد مبارزه دې دکډوالو په کمپونو کې ترسره کړي او هلته دې دواکسین کولو اسانتیاوې ډېرې کړي ځکه چې کډوال تر نورو خلکو دپولیو دناروغۍ له ګواښ سره ډېر مخامخ دي.

"البته دپولیو واکسین راغلی خو مخکې له دې چې راشي او خلکو ته عامه پوهاویورکړي داسې نه دي شوي،هغه ټول غریب خلک دي کلیوال دي ، پردې نه پوهېږي چې پولیو څه ضررو لري او دواکسین ګټې څه دي"

خو دننګرهار دعامې روغتیا ریاست او یونسف اداره بیا وایي، چې دکمپاینونو پرمهال ددوی ډېرټینګار دښځینه کمپاینرانواو واکسین کونکو پر ګمارنې باندې دی، چې دا چاره یې ترډېر ترسره کړې ده او ځانګړې پاملرنه ورته لري.

په ننګرهار کې دیونسف ادارې مطبوعاتي مسول قدرت الله شکیب په دې اړه خپل نظر داسې بیانوي.

"مونږ د ښونځیو درې سوه اناثو ښوونکو ته رونیز پرګرامونهبرابرکړي چې له دې لارې به موږ دا کمپاین پرمخ بیایو،داراز درې سوه د مدرسو استادانو ته مو هم بیلابیل ورکشاپونه نیولي او هغوی مو پدې کېروزلي دي"

په ننګرهار کې دپولیوپروړاندې د مبارزې پهکمپاین کې مېرمنې پرداسې مهال دبشپړې ونډې غږ پورته کوي، چې اړوندو ادارو له هرې ممکنه لارې خپل کمپاینونه پرمخ وړي، په ښار کې له نقلیه وسایطو ګټه پورته کوي، دلوبې په ډګرونو کې تبلیغاتي تصویرونه ځوړندوي، دیني عالمان اود ښوونځیو استادان دپولیو دکمپاینرانو په توګه کاروي.

XS
SM
MD
LG