د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون پر تطبیق ټینګار کوي.
ددغه وزارت چارواکي وایي د دا ډول قوانینو له مخې به په افغانستان کې په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې ځورونې کمې شي.
ددې قانون له مخې هره دولتي اداره مکلفیت لري چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې دمنع کولو یوه کمېټه جوړه کړي.
پردولتي دوایرو سر بیره، په افغانستان کې یوشمېر ښځې په عامه ځایونو کې هم ځورول کېږي.
د ښځو د وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردگ وايي ددې قانون د ْتطبیق له امله به د ښځو ځورونه کمه شی.