د لاس رسي وړ اتصالات

تاج بي بي د پنځو بچیانو مور چې څلور ځلې واده شوې


د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکې تاج بي بي، د پنځو بچیانو مور ده چې څلور ځلې واده شوې، خو درې میړونه یې په عسکرۍ کې وژل شوي دي.

تاج بي بي د څلورم ځل لپاره هم له خپل دریم لیوره سره په نکاح شوې، چې اتلس کاله عمر لري او تر هغې ډیر کشر دی.

د هغې څلورم میړه هم کورنۍ ته د نفقې پیداکولو لپاره په افغان ملي پوځ کې وظیفه اجرا کوي او اوس د اسمار ولسوالۍ ته لیږل شوی دی.

تاج بي بي ډاریږي که دا څلورم میړه یی هم په جنگ کی ووژل شي، نو ددې د بچیانو، سپین سرې خواښې، سپین ږیري خسر او د یو ړانده لیوره ژوند به یې څنگه شی.

میرمن تاج بي بي وایي تر اوسه پورې هیڅ حکومتي مسولینو یې پوښتنه نده کړې.

تاج بي بي خپله د ژوند کیسه د امریکا غږ خبریالۍ زیبا خادم ته کړې چې دلته یې اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:14:17 0:00


XS
SM
MD
LG