د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د طالبانو په پلوۍ د ښځو مظاهره


تر دې وړاندې هم په کابل کې میرمنو مظاهرې کړې وې خو هغه د طالبانو پر ضد وې.
تر دې وړاندې هم په کابل کې میرمنو مظاهرې کړې وې خو هغه د طالبانو پر ضد وې.

شاوخوا ۳۰۰ میرمنو چې سر تر پښو یې ځانونه پټ کړي وو، نن یکشنبه سپتمبر ۱۱ په کابل کې د «شهید رباني په پوهنتون» کې راټولې شوې وې او د طالبانو د پالیسیو ملاتړ یې کاوه.

ځینو میرمنو چادرۍ او ځینو نورو تور نقابونه اغوستي و او آن ځینو یې د لاسونو د پټولو لپاره دستکشې په لاس کړې وې.

د مظاهرې تنظیم کوونکي وایي چې د مظاهرې ګډون کوونکې محصلینې دي. دغو میرمنو د طالبانو د حکومت په پلوۍ ویناوې وکړلې او هغه میرمنې یې وغندلې چې پدې تیرو څو ورځو کې یې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو پر ضد مظاهرې کړې وې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې مظاهرو نه وروسته په یوې اعلامیې کې وویل چې تر دې وروسته هیڅوک نشي کولی په هغو مظاهرو کې چې قانوني مراحل یې نه وي پوره کړي، برخه واخلي.

طالبانو په ځینو پیښو کې د میرمنو سره زور زیاتی هم کړی چې د ملګرو ملتونو تر څنګ یو شمیر غربي هیوادونو د طالبانو کړنې وغندلې. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مظاهرې "آشوب" او مظاهره کوونکي "آشوبګر" وبلل.

یوې میرمنې چې د طالبانو په پلوۍ په مظاهرو کې یې ګډون کړی و، په تیر حکومت انتقاد وکړ او وویل چې د حکومت نه یې ناوړه ګټه اخیستله. دې میرمنې وویل، " هغوي (تیر حکومت) میرمنې د ښایست په اساس استخدام کولې."

د شباني عمري په نامه یوې میرمنې مظاهره کوونکو ته په وینا کې وویل چې د طالبانو د دې پالیسۍ سره موافقه ده چې میرمنې باندې ټیکري په سر کاندي. هغې وویل، " هغوي چې حجاب نه اغوندي، مونږ ټولو ته زیان رسوي. "

XS
SM
MD
LG