د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم غړې له هېواد څخه ووتلې


د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم ی پخوانۍ کپتانه خالده پوپل
د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم ی پخوانۍ کپتانه خالده پوپل

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم یو شمېر لوبغاړو د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي۲) د لوبې د میدان څخه بهر یوه "مهمه بریا" ترلاسه کړه او د څه دپاسه ۷۵ کسانو په ډله کې په یو پرواز کې له کابل څخه ووتلې.

د نړیوال فوټبال د لوبغاړو اتحادیې FIFPRO د آسټرالیا له حکومت څخه مننه وکړه چې ددغو لوبغاړو، د لوبډلې د چارواکو او د هغوی د کورنۍ د غړو ایستل یې ممکن کړي دي.

دغې اتحادیې په یو بیان کې وویل: "دغه ځوانې میرمنې، د ورزشکارانو او فعالینو په توګه، د ګواښ سره مخامخ دي او په نړیواله کچه د دوی د هم مسلکانو په توګه د هغوی په استازیتوب مونږ له نړیوالې ټولنې مننه کوو چې د دوی مرستې ته یې دانګلي."

افغانه لوبډله په ۲۰۰۷ م کال کې په داسې یو هیواد کې جوړه شوه چې د ښځو له خوا ورزش کولو ته د طالبانو په وړاندې د یوه سیاسي عمل په توګه کتل کیدل.

لوبغاړو ته په روانه میاشت کې مشوره ورکړل شوې وه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ټیم په اړه پوسټونه او عکسونه حذف کړي چې د افغانستان د حکومت له سقوط وروسته چې امریکا یې ملاتړ کاوه، د غچ اخیستنې سره مخامخ نشي.

د ټیم پخوانۍ کپتانې خالده پوپل وویل: "وروستۍ څو ورځې خورا له پریشانۍ ډکې وې، خو نن مو یوه مهمه بریا ترلاسه کړه."

آغلې پوپل د نړیوال فوټبال د لوبغاړو اتحادیې (FIFPRO) د وکیلانو او سلاکارانو په ډله کې ده چې د آسټرالیا، متحده ایالاتو او انګلستان په ګډون د شپږو هیوادونو له چارواکو سره یې کار کړی چې وکړای شي لوبغاړې او د هغوی کورنۍ د تخلیې په لیستونو کې شامل کړي او په خوندي توګه یې له هیواد نه وباسي.

آغلې پوپل وویل: "د فوټبال ښځینه لوبغاړې د کړکیچ پدې شیبو کې زړورې او پیاوړې وې او موږ هیله لرو چې دوی به له افغانستان څخه بهر ښه ژوند ولري."

د نړیوال فوټبال د لوبغاړو اتحادیې عمومي منشي جوناس بیر-هوفمن وویل چې د خلکو ایستل "یوه نه هیریدونکې پیچلې پروسه" وه.

هغه وویل: "زموږ زړونه له ټولو نورو هغو کسانو سره دي چې پدې هیواد کې د هغوی د خوښې خلاف بند پاتې دي."

XS
SM
MD
LG