د لاس رسي وړ اتصالات

عراق او سوریه کې په ایراني ځواکونو او ملیشو د امریکا بریدونو ته غبرګونونه


آرشیف
آرشیف

د عراق حکومت پدې هیواد کې په ایراني پلوو ملیشو د متحده ایالاتو هوایي بریدونه د خپلې خودمختارۍ څخه سرغړاونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې نه یوازې په عراق بلکې د دې هیواد څخه د باندې به هم "تباه کوونکي عواقب" ولري.

پدې بریدونو کې تر دې دمه د ۱۸ وسله والو وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

د عراق د صدراعظم محمد شیاع السوداني ویاند جنرال یحیی رسول د دې بریدونو په هکله شنبه فبروري درییمه (سلواغې ۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي، "د عراق په لویدیځ کې د سوریې پولې سره نږدې د جمعې ورځې بریدونه د عراق د خودمختارۍ څخه سرغړاونه ده او د عراق او سیمې د امنیت او ثبات لپاره به تبا کوونکي عواقب ولري".

امریکا دا بریدونه په اردن کې د تیرې یکشنبې په ورځ د یو برید په غبرګون کې کړي چې درې امریکایي سرتیري پکې وژل شوي او تر ۴۰ ډیر ټپي شوي و.

پداسې حال کې چې د عراق حکومت دا بریدونه غندلي دي او د خپلې خودمختارۍ څخه یې سرغړاونه بللې خو سپینه ماڼۍ وایي د دې بریدونو څخه وړاندې یې د عراق حکومت ته خبر ورکړی و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، "مونږ د عراق حکومت ته خبر ورکړی و".

د اسلامي مقاومت په نامه د ملیشو یوه ډله چې ایران یې ملاتړ کوي، په اردن کې په امریکایي سرتیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې دې برید کولو ادعا کړې خو پنټاکان بیا ویلي دا برید داسې نښې نښانې لري چې د کتایب حزب الله ملیشو به کړی و چې په عراق کې دې او ایران یې ملاتړ کوي.

امریکا کې دننه غبرګونونه:

د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړیو په عراق او سوریې کې د امریکا هوایي بریدونه ستایلي دي.

د کانګرس د سنا په مجلس کې د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ مشر، دیموکرات سناتور جیک ریډ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه په عراق او سوریې کې د "ایران ګوډاګیو ځواکونو" ته مهمه ضربه ده.

ښاغلي ریډ په اعلامیې کې ویلي، "زه د امریکا د پوځ زړورو غړیو ته چې ننني بریدونه یې کړي، سلام کوم او د جمهور رئیس بایډن د قوي ځواب ویلو ملاتړ کوم".

د همدې مجلس بل جګپوړي د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي راجر ویکر بیا د دې بریدونو هرکلی کړی خو تر څنګ یې په انتقادي توګه دا هم ویلي چې د هغو دریو امریکایي سرتیرو وژل کیدو او څه باندې ۴۰ نورو ټپي کیدو په ځواب ویلو کې "ناوخته" شویدي.

ښاغلي ویکر پدې هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، " ایران او ګوډاګیانو یې د امریکایي سرتیرو وژل کیدو او ۱۶۵ ځله یې زمونږ د کښتیو ډوبولو کوښښ وکړ خو د بایډن اداره ځانته د دې ناڅیزې کړنې مبارکي ورکوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG