نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي، خو د نفوس د چټکې زیاتوالي له امله به د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید ۳ اعشاریه ۳ سلنه راکم شي. د دغه بانک د مني په تازه راپور کې راغلي چې د ښه کرنیزو حاصلاتو سربېره، په افغانستان کې د بېکارۍ، د خوراکي توکو د لوړو بیو او د اوبو د کمښت له امله د کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.
د نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت د تازه ارزونې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د دغه هېواد نفوس ۶ اعشاریه ۶ سلنه زیاتېږي، خو اقتصادي وده تر ډېره د ښه کرنیز حاصل له امله اټکل شوې ده. دا د هر وګړي پر سر د اقتصادي تولید د کمېدو درېیم پرلهپسې کال دی.
راپور وايي، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې ورځنیو مزدورانو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه لږ کاري ورځې لرلې او د اونۍ عاید یې د غنمو اوړه ۲۷ سلنه لږ اخیستلای شول. د ښه حاصلاتو سره سره، د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې کچې د ارزونې له مخې، په همدې کال کې په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۹ میلیونه کسان له سختې خوړو خوندیتوب ستونزې سره مخ وو.
د نړیوال بانک راپور د افغانستان د اوبو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او وايي، دغه هېواد له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځنۍ کچه ۴ اعشاریه ۹ میلیارده مکعب متره د څښاک د اوبو زېرمې له لاسه ورکوي.
په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه د طبیعي بېرته پوره کېدو په پرتله نږدې څلور برابره چټکۍ سره ایستل کېږي.
د اوبو کمښت د کرنې او کلیوالو خلکو پر ژوند هم مستقیم اغېز لري. د راپور له مخې، کرنه د افغانستان د ۴۶ سلنه وګړو د کار سرچینه ده او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه په همدې برخه کې مصرفېږي.
نړیوال بانک اټکل کوي چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳ اعشاریه ۳ او په ۲۰۲۸ کال کې ۳ اعشاریه ۵ سلنې ته لوړه شي، خو حتی د دغې ودې په صورت کې به د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید په ۲۰۲۸ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.
دغه بانک د سوداګریزو لارو د ثبات، د کارموندنې د پراختیا، د اوبو او کرنیزو زېربناوو د بیارغونې او د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار ته د لاسرسي پراختیا د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهمې لارې بللې دي.
فورم \ دبحث خونه