د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک افغانستان سره د ۶۹۱ میلیون ډالرو مرسته وکړه


نړیوال بانک په افغانستان کې د دریو سترو پروژو د پلي کولو لپاره له افغان حکومت سره د ۶۹۱ میلیون امریکایي ډالرو مرسته وکړه.

د دغو مرستو تړون د سې‌شنبې په ورځ (اپریل ۱۰) د افغانستان د مالیې وزارت او د نړیوال بانک د چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، یادې مرستې به د عامې روغتیا وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د دولتي بانکونو د قرضو په برخه کې په مصرف ورسیږي.
ښاغلي حکیمي وویل "د ۶۹۱ میلیون ډالرو قرارداد چې نن مو لاسلیک کړ درې برخې لري ۶۰۰ میلیون ډالره یې د صحتمندۍ پروګرام پورې اړه لري چې د عامې روغتیا وزرات لخوا به مصرفیږي دوهمه برخه یې د ډیجیتل کاسا مسله ده چې ۵۱ میلیونه ډالر ورته اختصاص سوي دي ....او دریمه پروژه چې څلویښت میلیون ډالره ده د دولتي بانکونو ظرفیت جوړلو او معیاري کولو لپاره دي".

د مالیې وزیر زیاته کړه د دغو مرستو ۵۱ میلیون ډالره، له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا او د نوري فایبر پر انتقالولو لګول کیږي.

دغه اندازه بریښنا چې د قرغزستان او تاجکستان له هیوادونو څخه افغانستان او پاکستان ته لیږدول کیږي، درې سوه میګاواټه یې په افغانستان او زر یې په پاکستان کې په مصرف رسیږي.

د ښاغلي حکیمي پر وینا، دا مرستې به په افغانستان کې پاتې نهه ولایتونه له نوري فایبر سره وصل کړي.

د نړیوال بانک چارواکي وايي، دا مرستې به د افغانستان په پرمختګ اغیزمنې ثابتې شي.

د نړیوال بانک استازې میرمن ایټل سنهاوسر، د دغو پروژو په اړه وویل "د نړیوال بانک په استازیتوب باید ووایم چې دا د افغانستان د پرمختګ لپاره ډير ښه ګام دی".

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د نړیوال بانک لخوا د "صحتمندي" پروژې پلي کول به په دغه هیواد کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ډیر کړي.

نړیوال بانک په داسې حال کې د دغو مرستو ډيره برخه د روغتیا وزارت ته ځانګړې کړې ده، چې روانه اونۍ د عامې روغتیا وزارت ویلي وه چې د دغه وزارت سل میلیونه ډالر کلنۍ بودیجه کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG