د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د انرژۍ برخه کې افغانستان سره ۵۲ میلیون ډالر مرسته کوي


افغانستان اوس مهال د بریښناد اړتیا د پوره کولو لپاره د څلورو ګاونډیو هیوادونو څخه بریښنا واردوي.
افغانستان اوس مهال د بریښناد اړتیا د پوره کولو لپاره د څلورو ګاونډیو هیوادونو څخه بریښنا واردوي.

نړیوال بانک ګروپ مدیره پلاوي بورډتیره ورځ ( لیندۍ ۵مه) په یو غونډه کې د افغانستان د انرژۍ برخې د ودې لپاره دغه هیواد سره د ۵۲.۵ میلیونو ډالرو نوې مرسته تصویب کړې ده.

نړیوال بانک د چهارشنبې په ورځ ( لیندۍ ۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه مرسته به په افغانستان کې د طبیعي ګازو پروژې باندې ولګول شي، چې د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د برېښنا د تولید فابریکو ته دوامداره ګاز برابر کړي.

دا اعلامیه وايي چې د نړیوال بانک به د افغانستان د ګازو په پروژې په مشخص ډول د شبرغان – مزار شریف د ګازو د نل لیکې په تاسیس، ګټه اخیستلو، ساتلو او پاللو لپاره مرستې برابروي.

همدغه راز له طبیعي ګازو څخه د سلفر او د هوا د نورو ککړوونکو توکو د چاڼولو د فابریکې تاسیسول او د ګازو د نړیوال سکتور له معیارونو سره سم د پایېدونکي ادارې او حقوقي چوکاټ رامینځته کول او د قراردادونو د شفاف مدیریت د سیستم برابرولو لپاره هم مالي او تخنیکي مرستې برابروي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس هنړي کرالي وايي" تمه کېږي چې د ګازو د تولید پر زېر بناوو او د ګازو د سکتور د قوي بنسټ او پایېدونکي حقوقي او اداري چوکاټ پر جوړولو له پانګونې سره به ژر په افغانستان کې د برېښنا دتولید کچه کې چې اوس مهال خورا کمه ده، زیاتوالی راشي".

په پام کې ده، چې د کانونو او پطرولیم وزارت به د دولت له نورو اړوندو ادارو لکه د مایع ګازو او نفتي موادو تصدۍ او د افغانستان د نفت او ګازو د تنظیم د ادارې په همغږۍ او همکارۍ سره د دې پروژې د رهبرۍ مسوولیت په غاړه واخلي.

نړیوال بانک د اکتوبر په ۱۰مه په افغانستان کې د کورنیو منابعو څخه د بریښنا د تولید د زیاتیدو او د انرژۍ په برخې کې د پانګه والو د هڅونې لپاره د ۹۸.۸ میلیونو امریکايي ډالرو د مرستې اعلان هم کړی و.

افغانستان اوس مهال د بریښنا اړتیا د پوره کولو لپاره تر ډیره بریښنا له خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو ازبکستان،تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

XS
SM
MD
LG