د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: په افغانستان کې د سړي په سر عاید ۵.۶ سلنه کم شوی

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د اقتصاد نسبي وده روانه ده، خو د سړي سر عوایدو کچه ۵.۶ سلنه کمه شوې او د اقتصاد د ښه کېدو بهیر نه دی توانېدلی د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو له کبله د نفوس له چټکۍ ودې سره انډول وساتي.

نړیوال بانک وايي، سره له دې چې سیمه‌ییزه بې ثباتي زیاته شوې او د سوداګرۍ په دودیزو لارو کې ګډوډي رامنځته شوې، د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې د انفلاسیون کچه کمه شوې او د مصرفي توکو د بیو عمومي شاخص هم د تېرې میاشتې په پرتله ۱.۶ سلنه ټېټ شوی دی.

د دې راپور له مخې، کلنی انفلاسیون د مې میاشتې له اته سلنې څخه په جون کې ۷.۶ سلنې ته کم شوی او په خوراکي توکو بیې کمې شوې او ۷.۲ سلنې ته رسېدلی دی.

نړیوال بانک وايي، د انفلاسیون د کچې دا کمښت د کورنیو تولیداتو د حاصلاتو د فصل له پیل او د وارداتو له دوام سره تړاو لري.

خو راپور زیاتوي چې انفلاسیون لا هم فشارونه لري او بنسټیز انفلاسیون ۸.۳ سلنې ته لوړ شوی چې عمده لامل یې د استوګنې او روغتیايي خدمتونو د لګښتونو زیاتوالی بلل شوی دی.

د نړیوال بانک په وینا، دا وضعیت ښيي چې د خوراکي توکو د بیو په کمېدو برسیره، اکثره کورنۍ لا هم د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي له ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د خوراکي توکو بیې د تېرې میاشتې په پرتله ۳.۷ سلنه ټېټې، خو د غیرخوراکي توکو او خدماتو بیې ۰.۴ سلنه لوړې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې ۱.۶ سلنه ټیټ شوی او یو ډالر په ۶۴.۴ افغانیو تبادله شوی دی.

خو افغانۍ د تېر کال د همدې مودې په پرتله لا هم ۸.۳ سلنه پیاوړې ده. نړیوال بانک وايي، دا وضعیت د د نغدو پیسو د محدودیت او د ملي اسعارو د دوامدارې تقاضا له امله رامنځته شوی دی.

نړیوال بانک زیاتوي چې د افغانستان د انفلاسیون کچه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله ټیټه ده، چې له امله یې په بهرنیو بازارونو کې د افغاني توکو د بیو د سیالۍ وړتیا ښه شوې ده.

د راپور له مخې، له پاکستان سره د سرحدي دروازو تړل کېدو او په سیمه کې جیوپولیټیکو ترینګلتیاو لا هم د افغانستان پر سوداګرۍ اغېز کړی او سوداګر یې اړ کړي چې د منځنۍ اسیا له ترانزیټي لارو څخه ډېره استفاده وکړي.

په پایله کې، د افغانستان سوداګریز کسر د جون په میاشت کې ۹۸۴.۳ میلیون ډالرو ته رسېدلی چې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۱ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بدیلو لارو له زیاتې کارونې سره سره، د افغانستان بهرنۍ سوداګري لا هم د سیمه‌ییزو جیوپولیټیکو بدلونونو او د ترانزیټي لارو د ګډوډۍ پر وړاندې زیان‌منه پاتې ده.

د دې راپور له مخې، د افغانستان ټول صادرات د جون په میاشت کې ۷۷.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې د مې میاشتې په پرتله دوه سلنه کم، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه زیات دي.

د صادراتو وضعیت یو شان نه و؛ د نساجۍ صادراتو د پام وړ زیاتوالي، تر یوه حده د خوراکي توکو د صادراتو کمښت او د سکرو د صادراتو د نشتوالي تاوان جبران کړی دی.

خوراکي توکي چې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لویه برخه جوړوي، د تېرې میاشتې په پرتله ۱۱ سلنه کم شوي او ۴۷.۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

په مقابل کې، د نساجۍ صادرات زیات شوي او ۲۱.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. نور صادرات د تېرې میاشتې په پرتله ۳۳ سلنه کم شوي، خو لا هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه لوړ پاتې دي.

نړیوال بانک وايي، اوس د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له لارې، ۴۶ سلنه د ایران له لارې ترسره کېږي او د پاکستان له لارې د سوداګرۍ ونډه ډېره کمه شوې ده.

په افغانستان کې کورني عواید د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې ټولټال ۱۷.۳ میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي، چې نږدې ۲۶۸ میلیون امریکايي ډالرو سره برابر دي.

دا شمیره د تېرې میاشتې په پرتله ۳۷ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه کمښت ښيي.
د میاشتني چټک کمښت په لویه کچه د می په میاشت کې د خورا قوي فعالیت وروسته د عوایدو په راټولولو کې د کمښت له امله و.

سره له دې چې په جون کې عواید کم شوي، د ۲۰۲۶ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان ټول کورني عواید د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۷ سلنه زیات شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG