د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل هوايي برید په غزه کې اووه بهرني خیریه کارکوونکي وژلي


د "نړۍ مرکزي پخلنځي" د خبرپاڼې له مخې، د اسرائیل په هوايي برید کې په وژل شویو خیریه کارکوونکو کې د استرالیا، پولنډ، بریتانیې وګړي، یو د امریکا او کاناډا دوه ګونی تابعیت لرونکی او یو فلسطینی شامل دي.
د "نړۍ مرکزي پخلنځي" د خبرپاڼې له مخې، د اسرائیل په هوايي برید کې په وژل شویو خیریه کارکوونکو کې د استرالیا، پولنډ، بریتانیې وګړي، یو د امریکا او کاناډا دوه ګونی تابعیت لرونکی او یو فلسطینی شامل دي.

"د نړۍ مرکزي پخلنځي" په نوم امریکايي خیریه موسسې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲ (وري ۱۴) وویل چې اووه کارکوونکي یې په غزه کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې وژل شوي او له دې پیښې وروسته یې په سیمه کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د خیریه موسسې په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د نړۍ مرکزي پخلنځی په ډیرې خواشینۍ سره دا خبر تائیدوي چې په غزه کې یې اووه غړي د اسرائیل د دفاعي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې په وژل شويو کسانو کې د استرالیا، پولنډ، بریتانیا وګړي، یو د امریکا او کاناډا دوه ګونی تابعیت لرونکی او یو فلسطینی شامل دي. خیریه موسسې همدارنګه په سیمه کې د خپل فعالیت د ځنډولو اعلان کړی دی.

د نړۍ مرکزي پخلنځي د اکتوبر په اوومه د جګړې د پیل راهیسې په غزه کې له لوږې سره مخامخ خلکو ته خواړه رسول.

دې موسسې د یوې بلې خیریه موسسې په همکارۍ، د کښتیو په واسطه غزې ته د مرستو رسولو نوښت پیل کړ او همدارنګه غزې سره د مرستو د پاره یې د یو موقتي بندر په جوړولو کې هم لاس درلود.

موسسې ویلي چې پر کارکوونکو یې هوايي برید په داسې حال کې شوی چې هغوی په یو زغره وال موټر کې چې ددې موسسې نښه (لوګو) ورباندې وه، له اسرائیلي پوځ سره په همغږۍ کې په غزه کې سفر کاوه.

د موسسې په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د اسرائیل د دفاعي ځواکونو سره د همغږۍ سره سره، د موسسې پر کاروان باندې په دیر البلح کې له خپل ګودام څخه له حرکت کولو وروسته برید وشو. دغو کارکوونکو تازه غزې ته د سمندر له لارې رسیدلي ۱۰۰ ټنه مرستې په دغه ګودام کې ځای پر ځای کړې وې."

د نړۍ مرکزي پخلنځي بنسټ ایښودونکي هوزې انډریس پر ایکس په یو پیغام کې لیکلي: "زه د اسرائیل د دفاعي ځواکونو په هوايي برید کې د خپلو اوو خویندو او وروڼو په وژل کېدو زړه ماتی شوی یم او د هغوی د کورنۍ او دوستان او همدارنګه د نړۍ مرکزي پخلنځي د ټولې کورنۍ دپاره غمجن یم."

اندریس لیکلي: "د اسرائیل حکومت باید د دا ډول ړندو وژنو مخه ونیسي... باید د بشري مرستو مخنیوی ودروي، د ملکي وګړو او مرستندویه کارکوونکو وژل ودروي، او د وسلې په توګه د خوړو کارول ودروي. نور باید بې ګناه خلک مړه نشي. سوله زموږ د ګډ انسانیت سره پیل کیږي او باید سمدستي پیل شي."

د اسرائیل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "د دې غمجنې پیښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه په لوړه کچه بیاکتنه کوي." پوځ ویلي چې فلسطینیانو ته یې د مرستو رسولو دپاره د نړۍ مرکزي پخلنځي سره له نږدې کار کاوه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاندې اډرین واټسن ویلي چې متحده ایالات د دغه وژونکي برید له امله "زړه ماتی او ډېر خفه" دی.

واټسن په ایکس کې په یو پیغام کې لیکلي: "د بشري مرستو کارکوونکي باید خوندي شي ځکه چې دوی مرستې رسوي چې سخته اړتیا ورته لیدل کیږي، او موږ له اسرائیل څخه غواړو چې ددې پیښې په اړه سمدستي څېړنه وکړي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل هم دغه برید غندلی او په اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

بوریل په ایکس شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي: "زه دا برید غندم او د پلټنې غوښتنه کوم. د ملکي وګړو او بشري مرستو د کارکوونکو د ساتنې لپاره د مکررو غوښتنو سره سره، موږ بیا هم د بې ګناه خلکو تلفات وینو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG