د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړۍ په دریو تر ټولو فاسدو دولتونو کې


د نړۍ هیڅ برخه له اداري فساد نه خوندي‌ نده
د نړۍ هیڅ برخه له اداري فساد نه خوندي‌ نده

نړیوال شفافیت د ٢٠١٥ کال د فساد راپور خپور کړ او افغانستان د نړۍ د دریو تر ټولو فاسدو دولتونو کې دی.

په "نړۍ کې د فساد انگیرنې ۲۰۱۵" راپور کې چې د چارشنبې په ورځ خپور شو، افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا د نړۍ په ١٦٧ هیوادونو کې تر ټولو فاسد دولتونه پیژندل شوي دي. شمالي کوریا او سومالیا هر یو یې یواځې د ٨ امتیازو په لرلو په گډه د نړۍ د تر ټولو فاسد دولت ځای خپل کړی دی.

جرمني-میشته د نړیوالۍ روڼتیا نادولتي سازمان چې دغه راپور یې خپور کړی ویلي چې د میلیاردونو ډالرو د لگښت سره سره لا هم د افغانستان په عامه او حکومتي بسنټونو کې پراخ فساد شته.

که څه هم چې د افغانستان د ملي يوولي د حکومت مشران د اداري فساد په ضد په خپلې جدي مبارزې ټینگار کوي، خو د نړیوالۍ روڼتیا سازمان ددې هیواد د فساد ضد امتیازونو شمیره د تیر کال په پرتله نه ده لوړه کړې.

افغانستان په تیره لسیزه کې تل د فساد د نړیوال نوملړ په تل (بیخ) کې ځای نیولی دی او په ٢٠١۴ کال کې هم د ١٧٥ دولتونو په منځ کې افغانستان کې درییم فاسد دولت گڼل شوی و. په ٢٠١٣ کې افغانستان ته په ١٧٧ هیوادونو کې د دوهم فاسد دولت ځاې ورکړل شوی و.

د افغانستان په گاونډ کې د ۱۷۶ دولتونو په منځ کې د پاکستان اسلامي جمهوریت په ١١٧ ځاې کې، د ایران اسلامي جمهوریت په ١٣٠، د چین د خلکو جمهوریت ٨٣، تاجیکستان ۱۳۶، ترکمنستان ۱۵۴ او ازبیکستان په ۱۵۳ ځاې کې راغلي دي. پدې توگه افغانستان د سیمې تر ټولو فاسد دولت پیژندل شوی دی.

نړیوال شفافیت ویلي دي چې د نړۍ هیڅ هیواد د فساد نه خلاص نه دی. خو بیا هم د نړۍ په مختلفو سیمو کې د اداري فساد درجه او د اوسیدونکو د درک څرنگوالی سره توپیر لري.

پاک هیوادونه

داروپا درې هیوادونه ډنمارک، فنلند او سویدن په ترتیب سره په نړۍ کې د فساد څخه پاک هیوادونه گڼل شوي دي.

د مسلمانو دولتونو په منځ کې د قطر شاهي دولت تر ټولو پاک حساب شوی دی چې په نړیوال نوملړ کې ٢٢ ځاې لري – آن له فرانسې او څو نورو اروپایي هیوادونو مخکې ځاې.

د امریکا متحده ایالات په ١٦ موقف کې راغلي دي چې له برتانیې او جرمني څخه په خراب خو له جاپان څخه چې اتلسم شوی، په ښه پوړ کې ځای نیولی دی.

نړیوال شفافیت خبرداری ورکړی دی که څه هم چې په پرمختللو هیوادونو کې د فساد کچه لږه ده خو له فساد سره د هغوی اړیکې په بشپړه توگه نه دي شلیدلي.

د مثال په توگه، سویډن د نړۍ تر ټولو پاک درییم دولت دی، خو د سویډن یو نیمه دولتي شرکت په ازبیکستان کې د یو تړون د ترلاسه کولو لپاره د میلیونو ډالرو د رشوت په ورکړې تورن دی.

نړیوال شفافیت ویلي دي چې اداري فساد فقیر او اړ خلک په پوره بې رحمۍ نیازمن کوي او په ډیرو موردونو کې د میلیونو انسانانو لپاره د زده کړو، روغتیا او ودې فرصتونه له منځه وړي.

XS
SM
MD
LG