د لاس رسي وړ اتصالات

دولت: افغانستان د نړیوال جام سیمې فاینل ته د وتلو هیله لري


دولت احمدزی وايي د کپتان بدلول یوه عادي پروسه ده
دولت احمدزی وايي د کپتان بدلول یوه عادي پروسه ده

د افغانستان د کرکټ د غوراوۍ د کمیټې مشر دولت احمدزی وايي چې هیله لري چې افغان لوبډله د نړیوال جام کې سیمې فاینل (نیمه پای لوبې) ته د وتلو په تکل ده.

ښاغلي احمدزي د رویټرز خبري اژانس ته د کپتان د بدلولو په اړه هم خبرې کړي دي. هغه ویلي دي چې د نوي کپتان د ټاکل کېدو پرېکړه سمه پریکړه وه.

نوموړی وایی " که اصغر کپتان وي او که ګلبدین، افغانستان نړیوال کپ ګټلی نه شي، خو دا یو ښه فرصت دی چې ځوان کپتان ته د وړاندې تګ چانس ورکړو، موږ باید تغیرات راشي ".

ښاغلی احمدزی وايي چې د ګلبدین نایب له ټاکل کیدو سره د محمد نبي او راشد خان مخالفت هم حل شوی او لوبډله یو موټې ده. هغه وايي "دا د هغوی خپل نظر وو، موږ په مسلکي توګه ستونزه حل کړه، اوس هغوی خوشحاله دي".

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان ګلبدین نایب وايي چې دی به د اصغر په څیر د تجربه لرونکو لوبغاړو څخه مشورې اخلي او د ټیم روحیه هم ښه ده.

ګلبدین وايي "کرکټ بورد وغوښتل چې کپتان بدل شي. د ټیم ښه والی باید په پام کې ونیول شي نه خپلې ګټې، موږ د یوې ښې پایلې په هیله یو ".

ګلبدین وايي چې د ۲۰۱۵م کال کې په نړیوال کپ کې راشد او مجیب په افغان کرکټ لوبډله کې نه وو، خو دا ځل زیاتې هیلې لرو چې د دوی په شتون کې سیمې فاینل ته ورسیږو.

ګلبدین وايي "موږ ټیمونه په نښه کړي موږ یې ماتولی شو، خو د ټیمونو نومونه درته نشم اخیستلی."

د غوراوۍ د کمیټې مشر دولت احمدزی وايي چې تیز توپ اچونکی حمید حسن هم راستون شوی دی او د دوی لوبډله به د سپین توپ اچونکو ترڅنګ تیز توب اچونکي هم ولري.

حمید حسن د کرکټ د ملي لوبډلې تیز توب اچونکی
حمید حسن د کرکټ د ملي لوبډلې تیز توب اچونکی

ښاغلی احمدزی زیاتوي چې د حمید حسن او دولت ځدراڼ په شتون کې به دوی د توپ اچولو په برخه کې ستونزه و نه لري.

د کرکټ نړیوال جام د می په ( ۳۰ نیټه) په انګلند او ویلز کې پیلږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نیټه له استرالیا سره کوي،خو د نړیوال جام تمریناتي لوبو په لړ کې به افغانستان د مۍ په ۲۴ پاکستان او په ۲۷ به انګلنډ سره ولوبیږي.

XS
SM
MD
LG