د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۳ د کرکټ د نړیوال جام کپ افغانستان ته استول شوی


د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، چې د ۲۰۲۳ د نړیوال جام کپ د پنجشنبې د ورځې په سهار سپټمبر اووم (وږدي ۱۶) له متحده عربي اماراتو څخه کابل ته راوړل شو او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دغه بورډ ته وسپارل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه ترافي د چهارشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې ددغه بورډ مسوولینو ته سپارل شوې وه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دا کپ به د دوو ورځو لپاره په افغانستان کې پاتې شي او له دغه هیواد څخه د ستنیدلو دمخه به هغو سیمو ته هم، چې تاریخي ابدات په کې خوندي دي واستول شي.

ددې دمخه د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام کپ هم د دریو ورځو لپاره افغانستان ته استول شوې و، چې په ترڅ کې یې د کابل سربیره د بامیانو، هرات او د کندهار ولایتونو ته هم استول شوې و.

د کرکټ د نړیوال جام کپ د کرکټ د نړیوالو لوبو د پیل دمخه د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ځانګړو شویو هېوادونو ته استول کېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو مهالوېش د چنګاښ په لومړۍ اونۍ کې اعلان کړې و، چې له مخې به یې په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ لس غوره لوبډلې ولوبېږي. هند ددغو سیالیو کوربه دی.

د دغه مهالویش له مخې د افغانستان اوله لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه د هند په درمسالا کې له بنګله دېش سره ده. دوې نورې لوبې یې د اکتوبر په ۱۱ او ۱۴ په نوي ډهلي کې له کوربه هند او انګلستان سره دي.

څلورمه او پنځمه لوبه یې په ۱۸ او ۲۳ نېټه له نیوزلنډ او پاکستان سره دي چې د هند په چینای کې کېږي.

پاکستان د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي وو چې له افغانستان سره یې د لوبو ځای بدل کړي، خو دا غوښتنه یې منل شوې نه ده.

شپږمه لوبه به یې د اکتوبر په ۳۰ نېټه او اوومه به یې د نومبر په درېیمه نېټه د هند په پونه کې وي.

د دې لوبو لوبډلې به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د غوراوي سیالیو په پای کې معلومې شي. د غوراوي سیالۍ د زمبابوې، سري لانکا او ویسټ انډیز په ګډون په زمبابوې کې روانې دي.

د افغانستان اتمه لوبه به د نومبر په اوومه نېټه له استرالیا سره او وروستۍ لوبه به یې په لسمه نېټه له جنوبي افریقا سره وي.

افغانستان د نړیوالې جام په لومړۍ مرحلې کې ټولې نهه لوبې کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې خپلې ټولې لوبې بایللې وې او یوه لوبه یې هم نه وه ګټلې. دا لوبې په انګلستان کې ترسره شوې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نړیوال جام لپاره یې وار دمخه تمرینات پیل کړي دي.

د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي. تېر ځل ددغو لوبو اتلولي انګلستان ګټلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG