د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: اېرلېنډ متحدو عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړه


دا د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د اېرلېنډ دویم پرلپسې بری دی.
دا د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د اېرلېنډ دویم پرلپسې بری دی.

اېرلېنډ متحدو عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې خپله دویمه پرلپسې لوبه هم وګټله.

د چهارشنبې په ورځ د اسټرالیا په بریسباین لوبغالي کې اېرلېنډ پچه وګټله او خپله یې د توپ اچوونې یا باولینګ پرېکړه وکړه.

د متحدو عربي اماراتو د سر دوو لوبغاړو د ۴۹ منډو په ملګرتیا سره د خپلې لوبډلې لپاره نسبتآ ښه پیل وکړ، وروسته بیا شیمان انور په ۸۳ توپونو ۱۰۶ چټکې منډې وکړې چې یوه شپږیزه او لس څلوریزې په کې وې.

اماراتو د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کې اېرلېنډ ته د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه چې اېرلېنډ د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د وروستي اور په دویم بال پوره کړ.

د ویسلن ۸۰ او د کوین اوبراین ۵۰ چټکو منډو اېرلېنډ ته بری ور په برخه کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی هم د اېرلېنډ ویلسن شو. اېرلېنډ په دې بري سره، په بي ګروپ کې درېیم مقام خپل کړ، هند د دغه ګروپ، لومړنی، ویسټ انډیز دویم، جنوبي افریقا څلورم، زمبابوۍ پنځم، امارات شپږم او پاکستان یې وروستی او اووم ټیم دی.

د نن شپې لوبه

افغانستان خپله درېیمه لوبه نن د کابل پر مهال د شپې په شاوخوا دریو بجو باندې له سکاټلېنډ سره کوي. افغانستان او سکاټلېنډ په روان نړیوال جام کې خپلې شوې دواړه لوبې بایللې دي او په خپل ګروپ کې په شپږم او اووم نمبر دي.

دوی په وروستي ځل د همدغه کال د جنورۍ په میاشت کې په متحدو عربي اماراتو کې سره مخامخ شول، دوه لوبې یې وکړې چې هرې لوبډلې یوه وګټله او یوه یې وبایلله.

د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ ننۍ لوبه د نیوزلېنډ په ډېنډن لوبغالي کې کیږي، افغانستان خپله تېره لوبه له سرېلنکا سره هم په همدغه لوبغالي کې کړې وه.

د افغانستان د ملي لوبډلې یو روزوونکي هستي ګل عابد امریکا غږ ته وویل "که افغانستان پچه وګټله باید، بېټینګ وکړي، ځکه چې د افغانستان باولینګ پیاوړی دی او سکاټلېنډ ورکړل شوی هدف ترې پوره کولﺉ نشي."

افغانستان په نړیوال جام کې پر سرېلنکا او بنګدېش باندې خپلې لوبې بایللې خو، بیا هم د افغان لوبغاړو وړتیا او استعداد ستایل شوی دی، او سکاټلېنډ بیا پر نیوزلېنډ او انګلېنډ لوبې بایللې دی.

د افغانستان او سکاټلېند ترمنځ د نن شپې د لوبې همهاله راپور او شېبه په شېبه معلومات، زموږ پر فیسبوک پاڼې او ویبپاڼې کتلی او لوستلی شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG