د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: هند اماراتو او نیوزلېنډ اسټرالیا ته ماتې ورکړه


هند په نړیوال جام کې درې لوبې کړي او ګټلي يې دي.
هند په نړیوال جام کې درې لوبې کړي او ګټلي يې دي.

د کرېکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې، هند، متحدو عربي اماراتو او نیوزلېنډ اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

د نیوزلېنډ او اسټرالیا لوبه ډېره په زړه پوره وه، دوی دواړه د نړیوال جام د سیالیو کوربانه او پیاوړې لوبډلې بلل کیږي.

لوبه د نیوزلېنډ په اوکلېنډ ښار کې وشوه، اسټرالیا پچه وګټله او خپله يې لومړۍ منډې وکړې، خو د اسټرالیا د لوبغاړو له ژر ژر سوځېدو داسې وبرېښېده چې کپتان مایکل کلارک په خپلې پرېکړې کې تېروتی دی.

اسټرالیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۳ اورونو کې ۱۵۲ منډې وکړې، چې دا په نړیوال جام کې د اسټرالیا کمې منډې بلل کیږي.

خو، نیوزلېنډ هم دا منډې په اسانۍ پوره نکړې، د دوی هم نهه لوبغاړي وسوځېدل او په ډېرې ستونزې سره يې په ۲۴ اورونو کې دغه هدف پوره او خپله څلورمه پرلپسې لوبه یې وګټله.

اسټرالیا په دغې ماتې سره د ګروپ څلورم مقام ته راښکته شو، خو نیوزلېنډ لا هم اول دی.

د لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلېنډ ټي ای بولټ شو، ده په لسو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او پنځه اسټرالیايي لوبغاړي یې وسوځول.

د هند او اماراتو لوبه

د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې هند متحدو عربو اماراتو ته په ماتې ورکولو سره خپله درېيمه لوبه وګټله او اماراتو خپله پرلپسې درېیمه لوبه وبایلله.

پچه د اماراتو کپټان وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، خو دوی ټول په ۳۲ اورونو کې وسوځېدل او هند ته یې ډېر کم، د ۱۰۲ منډو هدف ورکړ.

هندي له کومې ستونزې پرته د یوه لوبغاړي په سوځېدو په ۱۹ اورو کې دغه هدف ترلاسه کړ. د لوبې غوره لوبغاړی، د هند اشوین شو، ده په لسو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او څلور مخالف لوبغاړي یې هم وسوځول.

هند په بې ګروپ کې لا هم په لومړی مقام کې ده.

راتلوونکې لوبې

د مارچ په لومړۍ نېټه( یکشبنه) هم دوه لوبې کیږي. په الف ګروپ کې سرېلنکا د انګلېنډ په وړاندې لوبیږي، سرېلنکا په دریو لوبو کې دوه ګټلې او انګلېنډ په دریو کې یوه ګټلې ده.

په بې ګروپ کې بیا پاکستان له زمبابوۍ سره مخامخ دی. پاکستان خپلې لومړنۍ دواړه لوبې بایللې دي، زمبابوۍ بیا په دریو کې یوه ګټلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG