د لاس رسي وړ اتصالات

د سرېلنکا لوبغاړي سنګاکارا په کرېکټ کې ریکارډ جوړ کړ


سنګاکارا د سرېلنکا او نړۍ له مشهوره لوبغاړو بلل کیږي چې له همدغه نړیوال جام وروسته د کرېکټ له نړیوالو لوبو استعفی کوي.
سنګاکارا د سرېلنکا او نړۍ له مشهوره لوبغاړو بلل کیږي چې له همدغه نړیوال جام وروسته د کرېکټ له نړیوالو لوبو استعفی کوي.

د سرېلنکا مشهور لوبغاړي کمار سنګاکارا د کرېکټ په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

سنګاکارا لومړنی لوبغاړی شو چې په څلورو پرلپسې لوبو او د نړیوال جام په سیالیو کې سلیزې کوي، تر ده مخکې بل هېڅ یوه لوبغاړي داسې کوم کار نه دی کړی.

سنګاکارا د سرېلنکا او نړۍ له مشهوره لوبغاړو بلل کیږي او په پام کې ده چې له همدغه نړیوال جام وروسته، د کرېکټ له نړیوالو لوبو استعفی وکړي.

د سنګاکارا سلیزې

سنګاکارا د سه شنبې په ورځ له سکاټلېنډ سره په لوبې کې په ۹۵ توپونو ۱۲۴ منډې وکړې چې څلور شپږیزې او ۱۳ څلوریزې په کې وې، سرېلنکا دغه لوبه په ۱۴۸ منډو وګټله.

ده له انګلېنډ سره په لوبې کې ۱۱۷ منډې وکړې او ترپایه ولاړ و همدغه راز یې له بنګلدېش سره په لوبې کې ۱۰۵ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

کمار سنګاکارا له اسټرالیا سره په لوبې کې بیا ۱۰۴ منډې وکړې.

د نړیوال جام په نورو سیالیو کې یې له نیوزلېنډ سره په لوبې کې ۳۹ منډې او له افغانستان سره په لوبې کې یې یوازې اووه منډې وکړې.

له افغانستان سره په لوبې کې، حمید حسن کمارسنګاکارا بولډ اوټ کړ چې، د ده دا ډول سوځول کېدل د ډېرو پام افغان لوبغاړي حمید حسن ته ورواړوه.

راتلوونکې سیالۍ

د کرېکټ د نړیوال جام د چهارشنبې د ورځې په سیالیو کې جنوبي افریقا له متحدو عربي اماراتو سره لوبه کوي.

دغه لوبه د افریقا لپاره ځکه ډېر ارزښت لري چې په خپل ګروپ کې یې درې لوبې ګټلي او شپږ نمرې لري او که دا لوبه هم وګټي نو د اتو غوره لوبډلو بل پړاوو ته به یې ورتګ سل په سلو کې یقیني شي.

دغه لوبه د نیوزلېنډ په ویلینګټن ښار کې کیږي چې د افغانستان پر مهال د سهار په شاوخوا شپږو بجو پیلیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG