د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د فوټبال په نړیوال جام کې وېلز ته ماتې ورکړه 


د ایران او ویلز لوبه
د ایران او ویلز لوبه

ًقطر کې کیدونکي د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په ترڅ کې د جمعې په ورځ نومبر ۲۵ د وېلز او ایران د فوټبال د ټیمونو ترمنځ په زړه پورې سیالي وشوه.

دواړو لوبډلو پوره هڅه وکړه، چې درې امتیازونه ترلاسه کړي، خو د ایرانیانو هڅې زیاتې اغېزمنې وې او د لوبې په پای کې ایرانیان په خوښۍ له میدان څخه ووتل.

د دغو دوو لوبډلو ترمنځ د سیالۍ پایله د لوبې د دویمې نیمايي په اضافي دقیقو کې پداسې حال کې وټاکل شوه چې د وېلز ټیم ګولکیپر د ایراني حمله کونکي سره د مقابلې پر مهال د پینالټي ساحې څخه بهر د خطا (فول وهلو) په خاطر سور کارت ترلاسه کړ او د ویلز لوبډله لس تنه شوه.

دې وضعیت د ایران د لوبډلې لوبغاړو ته د ویلز پر ګول د برید لپاره نوره هم انګیزه ورکړه، چې په پایله کې د ایران لوبغاړو د لوبې په ۹۸ او ۱۰۱ مه دقیقه کې د روزبه چشمي او رامین رضایان په ګولونو سره بریا ترلاسه کړه.

د فوټبال د مبصرینو په وینا، ایرانیان د ویلز په وړاندې د بریا لپاره خورا تږي وو ځکه چې په اسیا کې د ایران د فوټبال سختو سیالانو یعنی د جاپان او سعودي عربستان ټیمونو د جرمني او ارجنټاین مشهورو ټیمونو ته ماتې ورکړې وه او له بلې خوا د انګلستان په وړاندې د ایران د سختې ماتې په پام کې نیولو سره، ایرانیانو د ویلز سره په سیالۍ کې د "حیثیت ساتل" مطرح وو او په همدې خاطر له هر وخت څخه یې خورا جدي لوبه وکړه.

په دې نتیجې سره ایران درې امتیازه ترلاسه کړل او د انګلستان، امریکا او ویلز د ټیمونو تر منځ یې دوهم ځای خپل کړ. پدې ګروپ کې به ایران د متحده ایالاتو سره هم لوبه ولري.

ددې جام د الف ګروپ په یوه لوبه کې د سینګال ټیم د کوربه هیواد قطر د فوټبال ملي ټیم ته درې د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.

همداشان د الف ګروپ په بله لوبه کې د هالنډ او ایکوادور ټیمونه سره یو - یو مساوي شول.

XS
SM
MD
LG