د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د قطر له نړیوال جام څخه حذف شو؛ کروشیا بل پړاو ته مخه کړه  


د کروشیا ګولکیپر مینیک لیواکوویچ
د کروشیا ګولکیپر مینیک لیواکوویچ

د قطر د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال جام په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د جاپان او کروشیا ترمنځ د لوبې ګټونکی په پنالتي شوتونو وټاکل شو.

د کروشیا ګولکیپر مینیک لیواکوویچ، د جاپان د څلورو پنالتي شوتونو څخه درې شوتونه ونیول او خپل ټیم یې ددې جام د یو څلور پړاو پر لور بوت.

په فوټبال کې د پنالتي شوتونه په ډیرو حالاتو کې د ګول وهلو ساده لار ګڼل کیږي او تر ډیره د مبصرینو په اند مسولیت د ګولکیپر په غاړه وي.

د کروشیا او جاپان ترمنځ په سیالۍ کې د کرویشیا ګول کیپر په ځانګړي مهارت سره د جاپانیانو د لومړي او دویم پینالټي شوتونه تشخیص کړل او هغه یې مهار کړل.

د کروشیا ګولکیپر له لوري د دریم پینالټي شوت د نیولو وروسته د لوبغالي فضا له جوش څخه ډکه شوه او جاپانیان چې د ۱۲۰ دقیقو لوبې په ترڅ کې ښه ځلیدلي وو، ناهیلي شول.

په روسیه کې د ۲۰۱۸ نړیوال جام په ترڅ کې، کروشیا وتوانیدله چې د ورته پینالټي شوتونو سره ډنمارک او روسیې ته ماتې ورکړي او نیمه پایلوبې ته ورسیږي.

د کروشیا راتلونکې لوبه به د جنوبي کوریا او برازیل ترمنځ د سیالۍ له ګټونکي سره وي.

XS
SM
MD
LG