د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د کرکټ نړیوال جام ته ورته د تقاعد شویو لوبغاړو لوبې


په هند کې د دویم ځل لپاره د "سړک د خوندیتوب نړیوالې لړۍ" په نامه د کرکټ لوبې پیل شوې چې د اتو هیوادونو د کرکټ لوبډلې پکې برخه لري.

د ټولو لوبډلو لوبغاړي هغوي دي چې د خپلو هیوادونو لپاره یې په نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې خو اوس یې د لوبو کول پریښي او تقاعد شویدي.

لوبې د هند په بیلا بیلو ښارونو کې کیږي.

د لوبو دا لړۍ د هند د حکومت او هند کرکټ بورډ په همکارۍ پدې هیواد او نړۍ کې په سړکونو کې د خوندیتوب په هکله د خلکو د پوهولو لپاره کیږي.

هند، سریلانکا، بنګله دیش، اسټرالیا، نیوزلینډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او انګلستان هغه هیوادونه دي چې د تقاعد شویو لوبغاړو لوبډلې یې پدې سیالیو کې برخه لري.

د هند د لوبډلې کپتان د کرکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړی سچن ټنډولکر دی.

د لوبو دا لړۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کال کې پیل شوې چې اتلولي یې هم د هند لوبډلې وګټله. سریلانکا په پای لوبې کې د هند سره مخ شو او دویم مقام یې وګاټه.

لوبې د همدې روانې سپټمبر د میاشتې په ۱۰ مې پیل شوې او ټاکل شوې چې وروستۍ یا فاینل لوبه به یې د اکټوبر د میاشتې په لومړۍ نیټې وشي.

د بنګله دیش کپتان شهادت حسین، د سریلانکا کپتان تیلکرانتا دلشان، د ویسټ انډیز براین لارا، د نیوزلینډ راس ټیلر، د جنوبي افریقا جانټی روډز، د اسټرالیا شین واټسن او د انګلستان د لوبډلې کپتان ایان بیل دی.

XS
SM
MD
LG