د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام؛ کوستاریکا جاپان او مراکش بلجیم ته ماتې ورکړه 


د مراکش ټیم له بريا وروسته
د مراکش ټیم له بريا وروسته

د قطر د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لړم شپږمه) د کوستکاریکا ملي ټیم د جاپان ټیم ته یو د صفر په مقابل کې او د مراکش د فوټبال ملي ټیم د بلجیم د فوټبال ملي ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

په اف ګروپ کې ددې دواړو ټیمونو لوبه په التومامه ستدیوم کې ترسره شوه.

د لوبې لومړی ګول مراکشي مهاجم صابري په ۷۳ دقیقه کې وواهه او دوهم ګول مراکشي لوبغاړي ابو خلال ترسره کړ.

بلجیم چې د اروپا د ښو ټیمونو څخه ګڼل کیږي ونشو کړای چې په مراکش کوم ګول ووهي. دواړو ټیمونو د یو بل په ګولونو باندې لس لس شوتونه وکړل چې د بلجیم درې او د مراکش څلور شوتونه مستقیم پر ګول وشول.

د لوبې په جریان کې توپ ۶۷ فیصده د بلجیم او ۳۳ فیصده د مراکش د لوبغاړو په اختیار کې و.

پدې ګروپ کې مراکش د څلور امتیازونو په لرلو لومړی او بلجیم د درې امتیازونو په درلودلو سره دوهم دي.

نن په بلې لوبې کې کوستا ریکا جاپان ته یو-صفر ماتې ورکړه.

نن دوې نورې لوبې هم شته چې کروشیا له کاناډا او جرمني له اسپانیا سره مخامخ دي. که جرمني یې وبایلي نو د نړیوال جام له سیالیو څخه وځي.

XS
SM
MD
LG