د لاس رسي وړ اتصالات

د شکرې ناروغۍ په اړه څومره پوهیږئ؟


د شکرې ناروغۍ هغه حالت ته ویلي کیږي چې یا خو د پانقراس غدې په کافي اندازې انسولین نه شي تولیدولای او یا هم بدن نشي کولای چې تولید شوی انسولین په سمه توګه مصرف کړي.

انسولین هغه هورمون دی چې په وینې کې د خوږو اندازه تنظیموي چې د شکرې د بیمارۍ پر مهال په بدن کې د انسولین د کچې لوړیدل د بدن پر نورو غړیو بدې اغیزې رامنځته کوي.

ډیرې بولې کول، د وزن کمیدل، زر وږي کیدل، د سترګو دید کې تغیر او ستړیا د شکرې په بیمارۍ د اخته کیدو لومړۍ نښې بلل کیږي چې که چیرته مخه یې ونه نیول شي، ډیر زر د سترګو په ړندیدو، د ګردو په خرابیدو، د زړه حملې او د لاس او پښو د ګوتو د پرې کیدو لامل ګرځي.

د شکرې د بیمارۍ نړیوال فدراسیون نن د نومبر په ۱۴مه چې د شکرې نړیواله ورځ ګڼل کیږي راپور ورکړی چې یواځې په ۲۰۱۷ کال کې نږدې ۴ میلیونه کسان د شکرې د بیمارۍ له کبله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپل یو راپور کې په کال ۲۰۱۴ کې په شکرې د اخته کسانو شمیر ۴۲۲ میلیونه ښودلی چې د ۱۹۸۰ کال په پرتله دغه شمیره ځلور خلې اوچته ده. په ۱۹۸۰ کال دغه شمیر ۱۰۸ میلیونه و.

دغه سازمان وایي چې د شکرې بیمارۍ ډیری ناروغان د ټیټ او منځني عاید لرونکو هیوادونو د وګړو تر منځ په زیاتیدو دی.

څیړنې ښيي چې منظم بدني تمرینات، ډیرې اوبه څکل، د کمو خوږو خوراکونه کارول او سګرټ نه څښل کولی شي په دغې بیمارۍ باندې د اخته کیدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG