د روغتیا نړیواله ورځ سږکال پداسې حال کې لمانځل کیږي چې د کروناویروس وبا په نړۍ کې خپره شوې او ددې ویروس په وړاندې د مبارزې دروند بار د نؤۍ په ګوټ ګوټ کې د روغتیایي کارکوونکو پر اوږو پروت دی.
د روغتیا نړیواله ورځ؛ د روغتیایي کارکوونکو د هڅو درناوی
۱
ډاکتر حنیفالله حنیف، لومړنی ډاکتر دی چې په افغانستان کې د کروناویروس قرباني کیږي
۲
د امریکا په نیویارک ایالت کې روغتیایي کارکوونکې کترنیا راموس د خپلې څلور کلنې ماشومې سره د مخه ښې په حال کې؛ د امریکا په نیویارک ایالت کې د کروناویروس په وجه تر ټولو زیات کسان مړه شوي.
۳
د ایټالیا د کریمونا روغتون یوه ستړې او ستومانه نرسه. دغه ښار د ایټالیا د نورو ښارونو په څیر د کروناویروس زیاتې پیښې لري.
۴
افغان روغتیایي کارکوونکي د سمنګان ولایت په لور په غزیدلې لوی لارې په کووید۱۹ باندې د اخته کسانو لټه کوي