د کاتولیک عیسویانو روحاني مشر پاپ فرانسیس نن یکشنبې جنوري اوله (مرغومي ۱۱) د نوي میلادي کال د پېل په ورځ د واتیکان په سنت پیترز کلیسا کې زرګونو راغونډو شویو خلکو ته د خپل پخواني ځای ناستي پاپ بنیدیکت۱۶ په مړینې خواشیني څرګنده کړه.
پدې مذهبي مراسمو کې د سولې لپاره دعا وشوه.
بنیدیکت۱۶ پرون شنبې سهار د ۹۵ کالو په عمر مړ شو. هغه د همدې روحاني مقام څخه تر استعفی وروسته په واتیکان کې اوسیدو.
په عین حال کې، د ۲۰۲۳ میلادي کال پیل د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له خوا د اور لوبو په شانداره مراسمو سره ولمانځل شو. اکثریت کسان ۲۰۲۲ میلادي کال یو سخت کال بولي او د نوي کال لپاره د نیکمرغیو هیله کوي.
د آسترالیا په سډني ښار کې ۲۰۲۳ میلادي کال په پراخو اور لوبو او نندارو سره ولمانخل شو. ددې مراسمو لپاره څه باندې یو میلیون لیدونکي راغلي وو. دا لومړی ځل وو چې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته، دومره ډیر کسان راغونډ شوي وو.
د نړۍ د نورو هیوادونو په شان د فرانسې په پاریس ښار کې هم نوی عیسوي کال د زرګونو کسانو په شتون او د اور لوبو په ښکلو نندارو سره ولمانځل شو.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون تر دې مراسمو مخکې په یوې ټلویزیوني وینا کې نوی کال د یووالي او اعتماد د پیغام په ورکولو سره پیل کړ. هغه له اوکراین څخه د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.
د متحدو ایالتونو په څو ښارونو کې هم نوی میلادي کال په بیلابیلو جشنونو او اور لوبو سره ولمانځل شو. د نیویارک ښار په ټایمز میدان کې زرګونو کسانو په سړه هوا کې د توپ د راغورځیدو دودیز مراسم ولیدل.
په نیویارک کې د نوي کال د جشن ګډونوال، کرس سټاکول وویل: ."هیله من یم خپل ډیر وخت په هغو کارونو تیر کړم چې واقعا ورڅخه خوند اخلم. فکر کوم په ۲۰۲۳ کې به نړۍ نوره هم وصل شي. زما په اند موږ به له پولو هاخوا د بحثونو او تماسونو او د یو بل د مشترکاتو لپاره لارې پیدا کړو."
د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم نوی عیسوي کال د اور لوبو په کیدو سره ولمانځل شو. د یاد هیواد اوسیدونکو هیله وکړه چې په ۲۰۲۳ کال کې د نوموړي هیواد اقتصاد وده وکړي.
د کراچۍ اوسیدونکي، عبدالمعیز وویل په تېر یو کال کې بې وزلي خلک ډېر ځپل شوي، خلک د تیلو، وړو او بورې د لوړې بیې له امله مشکلاتو سره مخ دي. هغه تمه وښوده چې په دې نوي کال کې خلک یو موټي شي څو حاکمان د هغوی په مشکلاتو پوه شي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي هم د شنبې په ماښام د ۲۰۲۲ میلادي کال وروستۍ وینا ورکړه. هغه د اوکراین له دفاعي ځواکونو او د بیړنیو حالتونو له خدماتي برخې څخه د هغوی د سخت کار له امله مننه وکړه.
زیلنسکي وویل: "د فبروري په ۲۴ نیټه موږ د خپلې بریا طرحه کیدل پیل کړل. موږ پر وحشت غلبه وکړه. تیت او پرک نشوو بلکې یوځای شو. موږ په شکونو، ناهیلیو او ویرې غلبه وکړه. موږ په ځان او خپل قوت باور لرو. زه د اوکراین په وسله وال پوځ، ملي ګارد، د اوکراین په امنیتي ځواکونو،ځانګړي ځواکونو، سرحدي ځواکونو، د ترهګرۍ د دفاع او د هوایي دفاع پولیسو، د بیړني خدماتو او په خپلو ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ویاړم."
د نړۍ بیلابیل هیوادونه په داسې حال کې نوی عیسوي کال لمانځي چې د اوکراین او افغانستان په شان د نړۍ یو شمیر هیوادونه د جګړو او بشري ناورینونو له امله جدي مشکلات لري.