د فبرورۍ ۱۳، د راډیو نړیواله ورځ پداسې حال کې د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې نمانځل کیږي چې د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په افغانستان کې پر رسنیو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي دي چې: «دا هغه ورځ ده چې د نطاقانو څخه د هغو خبرونو له امله مننه وشي چې دوی یې وړاندې کوي، د هغو غږونو لپاره چې پورته کوي یې او د هغو کیسو لپاره چې شریکوي یې.»
طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ښځې له دې منع کړې دي چې په ډېرو راډیوګانو کې کار وکړي، چې په کې د افغانستان ملي راډیو هم شامله ده.
همدارنګه یې د راډیوګانو مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د موسیقۍ له خپرولو او د طالبانو د حکومت له مخالفینو او منتقدینو سره له مرکو کولو ډډه وکړي.
په افغانستان کې د راډیو لومړنۍ خپرونې په ۱۳۰۷ هجري لمریز کال کې د امانالله خان د واکمنۍ پر مهال پیل شوې. هغه مهال یوازې راډیو کابل خپرونې درلودې.
فورم \ دبحث خونه