د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان انتخاباتو ته نړیوال غبرگونونه


د انتخاباتو د شکایتونو کمېسیون وایي د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ۲۲۷۵شکایتونه ثبت شوي
د انتخاباتو د شکایتونو کمېسیون وایي د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ۲۲۷۵شکایتونه ثبت شوي

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یا یوناما د شنبې په ورځ سپتمبر ٢٨ ناوخته په یوې اعلامیې کې د افغانستان له ټولو هغو کورنیو او نړیوالو ادارو مننه کړې ده چې انتخابات یې ممکن کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما ویلي: "وخت، سړې سینې او حوصلې ته اړتیا ده، څو د انتخاباتو کمېسونونه شکایتونه وڅېړي او پایلې اعلان کړي."

په خبرپاڼه کې هغه کسان غندل شوي چې د ټاکنو د بهیر لپاره یې د خنډ پېښولو هڅه وکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته مبارکي ویلې چې په زړورتیا د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او د خپل ډموکراتیک حق لپاره یې رأیه ورکړه.


په کابل کې د امریکا سفارت پر ټوېټر لیکلي: ټول لوري په دې وخت کې چې د انتخاباتو مامورین د پایلو په نهايي کولو کار کوي، کرار واوسي او د افغانستان د قوانینو په ګډون ټولو انتخاباتي اصولو ته متعهد پاتې شي.


د امریکا سفارت لیکلي: "د انتخاباتو ډموکراتیکه پروسه لا نه ده ختمه شوې او باید په حوصله د پایلو اعلان ته معطل شو."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان خلک یې ستایلي دي چې پرون په ټاکنو کې ګډون وکړ.


سټولټنبرګ پر ټوېټر لیکلي: ناټو تړون په افغانستان کې سولې ته د شرایطو د برابرولو لپاره د دې هېواد ترڅنګ ولاړ دی.

اروپایي اتحادیې پخپل تویټر کې د انتخاباتو ورځ د افغانستان د دیموکراسۍ لپاره د ویاړ ورځ بللې ده!

اروپایي اتحادیې لیکلي "په کابل کې د اروپايي اتحادیې ډیپلوماتان د ملالۍ د رای اچونې په مرکز کې په کتار کې د خلکو د شمیر له امله ډیر خوښ دي. د ټاکنو کارمندان موجود و، ښه وړتیا یې ښودلې او خلکو سره یې مرسته کړې. امنیتي پرسونل بیداره او ډاډمن و. ټولو زموږ درناوی وکړ.

د پاکستان د حکومت په رسمي بیان کې چې پرون خپور شوی، لیکل شوي پیاوړی، خپلواک او سوله ییز افغانستان غواړي او د ټولې سیمې سولې او ثبات ته یې مهم ګڼي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رأی اچونې له مرکزونو د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر به تر راتلونکو دریو ورځو پورې بشپړ شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، تردې مهال د رأی اچونې د ۴۴۸۰ مرکزونو له جملې څخه د ۲۵۹۷ مرکزونو د نتایجو لومړنۍ شمېرې د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG