د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د نړۍ تر ټولو خیرن سړی مړ شو 


حاجي اکا
حاجي اکا

یو قوي او بوډا سړی چې څه دپاسه نیمه پیړۍ یې د حمام کولو او پاکۍ څخه ډډه کوله، په ایران کې په ۹۴ کلنۍ کې مړ شو.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۵مه (لړم ۳) راپور ورکړ چې د دغه سړي نوم "کاکا حاجي" و او د فارس ولایت د دژګاه په کلي کې اوسېده.

ایرنا راپور ورکړی چې حاجي اکا، په تیرو څو لسیزو کې د هر ډول تازه خواړو له خوړلو ډډه کوله او پدې باور و چې که بدن یې پاک شي نو ناروغ به شي. هغه فکر کاوه چې د هغه د بدن روغتیا د هغه له خیرنتیا سره تړاو لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د سیمې خلکو حاجي اکا ته درناوی درلود او تل به یې د هغه د حال پوښتنه کوله.

حاجي اکا د نیمې پیړۍ راهیسې ځان نه و مینځلی
حاجي اکا د نیمې پیړۍ راهیسې ځان نه و مینځلی

ایرنا ویلي چې څو کاله وړاندې کله چې د دژګاه کلي ځوانانو د حاجي اکا، حمام کولو ته تیاری ونیو، هغه وتښتېد او کله چې ځوانانو په زور هڅه وکړه چې د مينځلو لپاره سمندر ته بوځي، دغه سړی د دوی له منګولو وتښتېد.

د دغه راپور پر بنسټ، څو میاشتې وړاندې کلیوالو یو ځل بیا د حاجي اکا د مینځلو لپاره هڅه وکړه، هغه یې حمام ته بوته او پاک یې کړ.

دغه بوډا سړی چې ویل کیږي په ځوانۍ کې یې عاطفي ستونزې لرلې او واده یې نه و کړی، له خلکو او ټولنې یې ډډه کوله او منزوي شوی و او کلونه کلونه یې د چت پرته یوې کنډوالې کې ژوند کاوه او په ګرمۍ او یخنۍ کې یې په ازاده فضا کې ژوند تیراوه.

په ۲۰۱۳ کال کې یوې ایرانۍ رسنۍ د دغه سړي د عجیب ژوند په اړه یو مستند فلم جوړ کړی و.

XS
SM
MD
LG