د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ د افغان میرمنو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه 


د نړۍ د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۰) په یوې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې هیرې نکړي.

د افغان میرمنو د حقونو د ساتنې په اړه دا انلاین بحث د ملګرو ملتونو د شپږ اویایمې عمومي سرمشریزې پرمهال جوړ شوی وو.

په دې غونډه کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هغو راپورونو چې میرمنې او نجونې ښونځيو او پوهنتونونو ته له تګه منع شوي او د نجونو ښوونځي تړل شوي، لویي اندیښنې راولاړې کړي دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لوګي دي مایو وویل:"نړیواله ټولنه باید فعال رول ولوبي څو په افغانستان کې له چارواکو څخه وغواړي چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي."

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ، داسې یو خپلواک میکانیزم جوړ کړي چې له مخې یې د افغان میرمنو د بشري حقونو د نقض موارد ولیدل شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر غونډې ته وویل یې چې هیواد به یې د طالبانو " ارزونه د هغوی د اعمالو له مخې وکړي نه د هغوی د خبرو."

هیکو ماس وویل جرمني" له افغانستان سره خپلې بشر دوستانه مرستې د پام وړ زیاتوي او هغه د میرمنو د مشخصو اړتیاوو پر اساس تنظیموي."

د یونسف اجرایوي مشرې میرمن هنریتا فور هم په دې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، هغه هم اندیښمنه وه چې ممکن ګڼ شمیر نجونې بیرته ښوونځي ته پرې نه ښودل شي.

هنریتا فور وویل، طالبان باید ښځینه ښوونکو ته اجازه ورکړي چې بیرته ښوونځیو ته ولاړې شي:"نشي کیدای نجونې هیرې شي، دا مهمه ده چې د لویو نجونو په ګډون، ټولې نجونې له هر ډول اضافه تاخیر پرته خپل درسونه له سره پیل کړي."

د بشري حقونو د کمیسیون عالي کمیشنرې میرمن میشل باچالیت وویل:" له هر ډول جنسیتي تاوتریخوالو پرته او د سپورت په ګډون فرهنګي ژوند ته د میرمنو او نجونو د لاس رسي حقونو ته باید درناوی وشي."

میرمن باچالیت زیاته کړه، میرمنې باید په مساوي توګه په هیواد کې تصمیم نیونې په برخه کې سهم ولري.

نړیوال د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په خاص ډول له زده کړو څخه د هغوی د محروم پاتې کیدو په اړه اندیښنه ښيي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ ، په یوې خبري غونډه کې وویل د پوهنې وزارت جدي هڅې کوي چې د نجونو د لوړو ټولګیو د پرانیستل کیدو زمینه مساعده کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، اوس په طرزالعمل او لایجه باندې کار روان دی او هیله من دی چې ډیر ژر نهایي شي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال یوازې تر ابتدایه کچې پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG